د اسلامي ویښتیا د نړیوالې ټولنې غونډه جوړیږي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ویښتیا د نړیوالې ټولنې مشر علي اکبر ولایتي له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو او د بحرین د اړیکو عادي کیدا ته په غبرګون کښې په راتلونکي چهارشنبې ورځ د دغه ټولنې د ځانګړي غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ .
هغه په خبري کانفرنس کښې د اسلامي ویښتیا د نړیوالې ټولنې د دیارلسمې (۱۳) غونډې د ترسره کیدا د هدفونو په بیانولوسره وویل ټوله اسلامي نړۍ د صهیونیسټ رژیم په رسمیت پیژندلو کښې د متحده عربي اماراتو او د بحرین د چارواکو د ډیر ناسم او مضر اقدام سره مخالفه ده نو ځکه خو دغه ټولنه خپله دنده ګڼي چې په دې هکله اقدام وکړي .
ولایتي وویل د اسلامي نظر خاوندانو او زړه سوانده کسانو په غوښتنه د اسلامي ویښتیا د لوړې شورا ځانګړي غونډه د ویډیو کانفرنس له لارې د پنځوسو (۵۰)اسلامي هیوادونو په ګډون سره په راتلونکي چهارشنبې ورځ په تهران کښې جوړیږي .