د اذربایجان د وسله والو ځواکونو بشپړ چمتووالي
د اذربایجان دفاع وزیر د ارمنستان د پوځي خوځښتونو په اړه د معلوماتو له کشف وروسته د دې هیواد د وسله والو ځواکونو د بشپړ چمتووالي امر وکړ.
د اذربایجان د دفاع وزیر جنرال ذاکر حسن اف، د اذربایجان د پوځ له قوماندانانو سره په یوه مشورتي ناسته کې وویل، د ترلاسه شوي معلوماتو او د ارمنستان د ځواکونو د تحرک او سیمې ته د بهرنیو ځواکونو د جذب کول، په ګوته کوي چې دښمن د حرکت اراده لري.
جنرال حسن اف همداشان، د آذربایجان د وسله والو ځواکونو چمتووالي ته په اشارې سره وویل: په دې حالاتو کې، باید زمونږ پوځ او نور امکانات نه یواځې د دفاع بلکې د مخینې تدابیرو لپاره هم باید بشپړه چمتوالی ولري.
د آذربایجان او ارمنستان ترمینځه شخړه د قره باغ په سیمه په ۱۹۸۸ کال کې پيل شوه او په ۱۹۹۱ کال کې په پوځي نښتې بدله شوه او په پایله کې، د قره باغ سیمه او اوه ګاونډي ښارونه د ارمنستاني ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلي.