د تپلي جنګ دليلونه ‎، اسباب او د سپېځلې دفاع اهميت د معظم رهبر له نظره
(last modified Tue, 22 Sep 2020 10:50:21 GMT )
Sep 22, 2020 15:20 Asia/Kabul
  • د تپلي جنګ دليلونه ‎، اسباب او د سپېځلې دفاع اهميت د معظم رهبر له نظره

د عراق بعثي رژيم د 1980کال د ستمبر په 21 نېټه د ايران له پولو نه په تېرېدو سره تيريګر جنګ شروع کړ. د ايران په خلاف د صدام رژيم تپل شوے اته کلن جنګ د پلان شوې نقشې په بنياد، د امريکې په شين څراغ ښودلو او د اسلامي جمهوريت تنکي نظام د راپرزولو په هدف سره شروع شو.دښمنانو د دغه جنګ په ټولو کلونو کښې له تيريګرو ملاتړ وکړ خو وې نکړې شول خپل مقصد ته اورسيږي.

له دې نظره د سپېځلې دفاع اته کلن دوران تل پاتې ټکي او ارزښتونه لري چې نن د دښمنانو د دسيسو او کينو په مقابل کښې د ايران د ملت لپاره يوه مضبوطه اډانۀ ده.

د اسلامي انقلاب معظم ر هبر  حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي پرون سحر د مقدسې دفاع او مقاومت مخکښانو د ستائنې او قدرونې له مراسمو سره د ويډيو کانفرنس له لارې په خپله يوه مهمه وېنا کښې د سپېځلې دفاع د دوران د اهميت د  څه رنګوالي په باره کښې په دې لړ کښې يو لړ مهم ټکي او واقعيتونه بيان کړل.

دوي په يوې بشپړه او څو اړخيزې شننه کښې د تپل شوي جنګ د اسبابو او علتونو په بيانولو سره په هغه دوران کښې د مقاومت اهميت ته اشاره وکړ چې د ايران د ملت په خلاف د جنګ د انډولو په د بدلون او يوې سترې دسيسې په ماتې خوړلو کښې يې يو مهم رول لرۀ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمايل: په هغو حساسو حالاتو کښې سپېځلې دفاع د هېواد لپاره پانګونه وکړه او ارزښتناکې شتمنۍ يې راپېدا کړې. په دغه دوران کښې د خرمشهر د آزادولو او سترو برياليتوبونو په شان سترې حماسې جوړې شوې. په دغه تپل شوي جنګ کښې امريکه او اروپائي هېوادونه د بعث رژيم اصلي ملاتړي وو او د صدام رژيم په وسلو او جنګي سازوسامانونو باندې سنبالولو سره د عراق د تيري ګر جنګ د دوام زمينې برابرې کړې چې په خپل اند اسلامي نظام نسکور کړي.

بې له شکه د مقدسې دفاع د دوران يوه مهمه کاميابي د هېواد د امنيت ټينګول وو.

سپېځلې دفاع وښودله چې په ايران باندې حمله او تېرے درون لګښت لري. له بل لوري دغې کاميابۍ مقاومت په سيمه کښې د قوت په انډولونو کښې په يوې نوې موضوع بدل شو. په همدې لړ کښې حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د حرم مدافعان د سپېځلې دفاع د برکتونو دوام او په نوي کهول کښې د جهاد د روحيې د جاري ساتلو يوه ځلانده نمونه وبلله او وې وفرمايل: د ايراني، سوري، عراقي، لبناني، افغانستاني وغېره مختلفو مليتونو جنګياليو په وخت او يو صف کښې شتون زمونږ د زمانې له حېرانونکو حقائقو او ښکارندو څخه دے.  

د سپېځلې دفاع دوران د يووالي، اقتدار او مقاومت په شان موضوعاتو په لرلو سره اوس د ايران د ملي تشخص او تاريخ په يوې برخې بدل شوےدے. په دې لړ کښې د معظم رهبر وېنا د يوې مهم تاريخي ټکي ياد راوړنکې ده. دوي د ايران ټاټوبي د سياسي تاريځ او د هغو ماتو چې د دوو وروستيو پېړيو يعنې د قاجار او پهلوي دورو په جنګونو کښې په ايران باندې وتپل شوې او د هېواد ځينې شمالي او جنوبې برخې د تيريګرو ترسلطې لاندې راغلې، د ايران په تاريخ کښې د عطف د دغه ټکي په اهميت تاکيد وکړ. ځکه چې په تپل شوي جنګ کښې ايران له يو سترازمېښت څخه سوړې راوتۀ او وکړې شول د خپل وړاندې قدرتمنې دنيا يعنې د ختيځ او لويديځ په مقابل کښې ټنګ اودريږي او کامياب شي.

د سپېځلې دفاع دوران له دې نظره يوه ارزښتناکه ذخبره او پانګه ده چې د دښمنانو په وړاندې د ايران د ملت د اقتدار ښودنه يې وکړه. د دغه اقتدار پېغام چې د سپېځلې دفاع په دوران کښې له ارزښتونو څخه رامنځته شوه د مشهور ايراني غزل ګو شاعر خواجه حافظ شيرازي له معنې او مفهوم نه د ډک شعر مصداق دے چې وائي:

 

"ای مگس عرصه سيمرغ نه جولانگه توست

عِرض خود می بري و زحمت ما می داری"

-------

 

ټیګونه