روسیه له ایران سره د اړیکو د غوڅولو غوښتنه نه مني
(last modified Thu, 24 Sep 2020 23:46:02 GMT )
Sep 25, 2020 04:16 Asia/Kabul
  • روسیه له ایران سره د اړیکو د غوڅولو غوښتنه نه مني

زمونږ خبریال وايي د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل ماسکو له ایران سره د ملګرتیا د غوڅولو لپاره د امریکا غوښتنه نه مني .

هغه پرون په ماسکو کښې  د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره له کتنې وروسته د خبریالانو په شتون سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل ماسکو او تهران نیت لري د امریکا له بایکاټونو سره سره د دواړو هیوادونو ترمینځ تجارتي ملګرتیاوې زیاتې کړي .

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف ډاګینه کړه د ایران پرضد د ملګروملتونو د امنیت شورا د بایکاټونو د احیا لپاره د امریکا هڅې هیڅ ملاتړ نلري .

 هغه وویل ایران او روسیه د تهران پرضد د وسلو د نامحدودو بایکاټونو د لګولو لپاره د امریکا هڅې په پریکنده توګه ردوي .

سرګي لاوروف ټینګار وکړ روسیه له ایران سره د پانګونې او د تجارتي اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی .

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا ماتي ته په اشارې سره وویل د تهران پرضد د پخوانیو پریکړه لیکونو د بیرته ستنیدا په هکله د امریکا غوښتنه د نړیوالې ټولنې له مخالفت سره مخ شوي ده او دا د امریکا لپاره ترټولو ستره ماتي ده .

هغه هیله وکړه د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې چې روسیه د امنیت شورا مشرۍ پرغاړه اخلي د امریکا د قانون پرخلاف له کارونو سره مقابله وکړي او د امنیت شورا اعتبار وساتل شي .

د ایران او د  روسیې خارجه وزیرانو د اټومي پروګام په هکله د مسائیلو د حل په لړ کښې د اټومي تړون د وروستي حالت په هکله د نظر تبادله وکړه .

امریکا د نړیوالې ټولنې له ارادې سره سره هڅه کوي د واشنګټن په ارادې او ګروهنې سره د ایران پرضد د ملګروملتونو د امنیت شورا بایکاټونه له سره اعمال کړي .

 

ټیګونه