د ايران په خلاف د اروپائي اتحاديې بيانيه؛ د لويديځ د بشري حقوقو د دوه رنګۍ تکرار
د ايران په خلاف د لويديځ د بشري حقوقو ادعاګانې په داسې حال کښې دوام لري چې امريکه او فرانسې او برطانيې په شان يو شمېر اروپائي هېوادونه خپله د بشري حقوقو د خلاف ورزي کونکو د لېسټ په سر کښې شتون لري.
په همدې لړ کښې د اروپائي اتحاديې غړيو وړمه ورځ د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا په غونډه کښې د يوې غرضي بيانيې په صادرولو سره ايران د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ تورن کړ.
دغه حرکت دوه اهداف لرلې شي.
وړومبے هدف د سياسي دباو د يو اړم په توګه د بشري حقوقو له موضوع څخه اوزاري استفاده ده.
دويم هدف، له امريکې سره د اروپائي اتحاديې په سياسي ملګرتيا تاکيد دے. دغه ملګرتيا د ايران د بشري حقوقو، توغنده اي قوت او سيمه ايز رول په شان موضوعاتو کښې د اروپا د سياسي دريځ نيونو او بيانيو په قالب کښې له دې مخکښې څرګنده شوې ده.
د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده د دغې بيانيې په غبرګون کښې د بشري حقوقو له لارو چارو څخه د هر ډول ناوړه استفاده او د ايران په کورنيو چارو کښې مداخلت نه منونکے چاره وبلله او تاکيد يې وکړ،دا څه نوې واقعه نه ده چې ځينې اروپائي هېوادونه د خپل بشري حقوقو او خپل معاهدو د ترټولو سترو خلاف ورزيو په وړاندې بې پامه او خاموشه دي؛ هغوي د يمن د بې دفاع خلقو د قتل عام لپاره په سعودي او د سيمې په ډېکټاټورو باندې د ميليارډونو ډالرو وسلو په خرڅولو کښې له يو بل سره سيالي کوي.
د بشري حقوقو ادعا کونکي په داسې حال کښې د هېوادونو په خلاف بيانيې صادروي چې د روپائي اتحاديې د پولو په داخل کښې د احتجاج کونکو د ځپلو، د تور پوستکو د وژلې، د ديني ارزښتونو او مقدستو د سپکاوي، د مسلمانانو د آزارولو او زورلو او د کډوالو تر دباو لاندې راوستلو په شان اقدامات د قانون اجرا او د بيان آزادي بولي.
د امريکې په شان د بشري حقوقو په زمينه کښې د اروپائي اتحاديې کارکردګي د دفاع ځاے نه لري، ځکه چې هغه انځور چې په اروپا کښې په تېره بيا د ولسي احتجاجونو د خونړيو ځپنو په زمينه کښې د بشري حقوقو په اړه لري د بشري ضدو چلندونو نه ډک دے.
د اروپا د بشري حقوقو دوه رنګه معيارونو د عفوې د نړيوالې ادارې غږ هم راپارولے دے. دغې ادارې په په خپل يو رپوټ کښې چې تېر کال يې خپور کړ، په اروپائي اتحاديې باندې په نيوکې سره وليکل: دغې اتحاديې په ځينو هېوادونو کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ د زياتو مواردو په وړاندې خاموشي اختيار کړې ده.
د دغه رپوټ په يوه برخه کښې ويل شوي دي: « د سعودي په اړه د اروپائي اتحاديې عمومي اقدامات تقريباً ختم شوي او نا پېدا دي، په داسې حال کښې چې په دغه هېواد کښې د مخالفت وسيلې په سختۍ سره ځپل کيږي.
دغه دوه رنګۍ ښودنه کوي چې د دغې بيانيې پلانونکي او وړاندې کونکي يو ډول کوشش کوي چې د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ باندې د ايران په تورنولو خپله اصلي څېره پټه کړي. د اروپائي اتحاديې بيانيه په حقيقت کښې د دغو تکراري ادعاګانو برخه او په سياسي غرضونو ککړه ده چې له دروغو پروپېګنډو او سياسي دوکو نه بغېر بله معنا نه لري. د بشري حقوقو په شورا کښې د ايران په خلاف د اروپائي اتحاديې په بيانيه کښې په يو څرګند تحريف کښې په نورو هېوادونو کښې د صالحې محکمې لخوا د کيفري قوانينو په بنياد د قضائي اقداماتو اجرا د بشري حقوقو خلاف ورزي بللې شوې ده. خو د ايران اسلامي جمهوريت به له دغو اپوټه ښودنو او فضاء جوړونو نه وراخواد اسلامي مترقي اصولو او د اساسي قانونو په بنياد د خپلو ښاريزو د حقوقو په ساتنه او وده کښې خپلې لارې ته دوام ورکړي.
په همدې ټکي باندې په تاکيد سره دي چې د ايران د خارجه وزارت وياند واضحه کړه چې په ملي، سيمه ايز او نړيواله سطح کښې او د مذهبي ژمنو او په اساسي قانون باندې د پابندۍ او د کورنيو قوانينو او نړيوالو معاهدو په چوکاټ کښې د بشري حقوقو پراختيا او وده د ايران د اسلامي جمهوريت له دئمي ترجيحاتو څخه ده او په عمل کښېهم ځان د هغو په خيال ساتلو ژمن بولي.
---------
ترجمه: شاهين