د ایران او عراق خارجه وزیرانو سیمه ایز او نړیوال بدلونونه وجاجول
(last modified Sun, 27 Sep 2020 01:23:12 GMT )
Sep 27, 2020 05:53 Asia/Kabul
  • د ایران او عراق خارجه وزیرانو سیمه ایز او نړیوال بدلونونه وجاجول

د ایران او عراق د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هیوادونو په اړیکو پورې د اړوندو موضوعاتو، د سیمې د مسائلو او مهم داشان د نړیوال ډګر د بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د ایران او عراق د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هیوادونو په اړیکو پورې د اړوندو موضوعاتو، د سیمې د مسائلو او مهم داشان د نړیوال ډګر د بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

محمد جواد ظریف پرون په تهران کښې د خپل عراقي همرتبه فواد حسین په کتنه کښې د عراق له سیاسي بهیر او حاکمیت څخه د اسلامي ایران د ملاتړ په اعلانولو سره د دغه هیواد امنیت د تهران لپاره بااهمیته وباله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان د عراق په خاوره کښې د سردار قاسم سلیماني په وژلو کښې د امریکې د رژیم ترهګر اقدام ته په اشارې سره په دې لړ کښې د بغداد د مسئولیت غوښتنه وکړه.

په دغه ملاقات کښې د عراق د بهرنیو چارو وزیر هم د بغداد او تهران د سټراټیجکو اړیکو په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل چې د ایران او عراق اړیکې لرغونې تاریخ او ګډه جغرافیا لري او یوازې تر اقتصادي ګټو او سیاسي مصالحو نه محدودیږي.

فواد حسین هم داشان ټینګار وکړ چې عراق نه پریږدي له خاورې څخه یې ګاونډیانو ته کوم ګواښ پیښ شي.

 

ټیګونه