ايراني مېرمنې (28)
(last modified Tue, 29 Sep 2020 10:02:53 GMT )
Sep 29, 2020 14:32 Asia/Kabul
  • ايراني مېرمنې  (28)

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره ايراني مېرمنې نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

عزتمنو دوستانو دې وروستيو ورځو کښې مو واورېدل چې د ايران د جينکو د فوټبال لژيونره له ترکيې نه وطن ته راستنه شوه او تود هرکلے يې اوشو.په ننني پروګرام کښې به د دغې قدرمنې مېرمن په اړه له تاسو سره وغږيږوو.

له اسلامي انقلاب نه پس او په دې وروستيو کلونو کښې د مېرمنو ورزشي لوبو ته يوه کتنه دا خبره څرګندوي چې د ورزشي لوبو بې مخينې او حېرانونکې وده د مېرمنو لپاره له لاسرسائۍ نه له لرې يو خوب نه په يوې نه انکارېدونکي حقيقت بدله شوې ده.ايراني لوبغاړې مېرمنې په مختلفو برخو کښې فعاليت کوي او نړيوال مېډالونه يې ترلاسه کړي دي، لکه چرماري، واليبال، فوټبال، ټېنس، باسکټبال، مېداني منډه مختلفې جنګي لوبې وغېره. د ايران لوبغاړې مېرمنې د يوې مسلمانې لوبغاړې مېرمن په توګه د يوې صحيح نمونې په وړاندې کولو سره دې حاضرې نه دي چې له خپلو اعتقادي اصولو او ارزښتونو څخه يوه ذره په شا شي، اېشيائي او نړيوال پلېټ فارمونه يې تسخير کړي دي.

د اويايمې لسيزې له مېنځنيو وختونو څخه چې په يو هيړ سره په هېواد کښې د خاصو اجتماعي بدلونونو له رامنځته کېدو سره په يو وخت د مېرمنو د لوبو په باره کښې ګنګوسۍ شروع شوې. هر څه له ابتداء څخه شروع شول چې د مېرمنو د لوبو فيډريشن جوړ شو او ښځې د لوبو د مختلفو انجمنونو مېرمنې شوې. ډاکټره خديجه سپنجي وړومبنۍ مېرمن وه چې په دغ ورځو کښې يې د مېرمنو د فوټبال خبره وکړه. له دې وروستو نورې مېرمنې وې چې د دوو يا دريو مربيانو ترنظر لاندې د پېشه ورانه فوټبال د زدکړې د کلاسونو مېرمنې شوې چې ټولې د لوبو مربيانې وې او خپله يې په ذاتي توګه فوټبال زده کړے ؤ.

په 1379 کال کښې د هال په دننه سياليو کښې د مېرمنو ملي ټيم جوړ شو او د وړومبي ځل لپاره د تهران په کورباتوب د مېرمنو د اسلامي لوبو دوره شروع شوه. هغه وخت په چمن کښې د فوټبال کول څه خبره نه وه او ټولو به يوازې په سرپوښ لرونکي حال کښې او بې له څه اسلامي حجابه لوبه کوله خو د اتيايمې لسيزې ابتدائي کلونه وو چې د جينکو لپاره په چمت کښې د لوبو مجال پېدا شو. څو ټيمه ايران ته د سيالۍ لپاره راغلل او د هېواد د ښځو ټيم له بهرنيو ټيمونو سره د سيالۍ وړومبنۍ تجربه وکړه.

ګلنوش خسروي د يوه ځوانه فوتبالسټه ده چې له لس کلنۍ څخه د ماشومانو ټيم کښې شامله شوه او د عمر په مختلفو مرحلو کښې په خاصه توګه له نولس کلنۍ نه کم عمر جينکو د فوټبال په ټيم کښې شامله شوه. هغه له څوارلس کلنۍ څخه له ذوب آهن ټيم سره يوځاے شوه او ترپينخو کلونو پورې يې په دغه ټيم کښې شتون لرۀ، تردې چې تېر کال د ايران له شل کلنۍ نه د کمو جينکو د فوټبال د وړومبنۍ لژيونرې په توګه د ترکيې په کوناک سپور ټيم کښې شامله شوه او لس کلونو اوشول چې د دغه ټيم لپاره لوبې کوي. ګلنوش خسروي لا ماشومه وه چې پلار يې وفات شو او خپله د هغې په قول له خپلې مور سره يې ډېر سختې ورځې تېرې کړې دي. د ايران فوټبالرو مېرمنو هغې ته د ظاهري شباهت او د فوټبال د لوبې د سبک په وجه  «نيمار فوتبال زنان» لقب ورکړ. هغې د ترکيې ليګ د وړومبني موسم د وروستۍ نيمائۍ په هفتو کښې وکړې شول په يوې سيالۍ کښې د دوه ګولونو او دوو پاسونو په ثبتولو سره د خپل ټيم سټار وبللې شي او د ايران د مېرمنو د فوټبال لپاره يادګاري ځلا رامنځته کړي.

د ايران د ښځو د فوټبال اتلس کلنۍ ښکارنده ګلنوش خسرويچې اوس د ترکيې په فوټبال ليګ کښې د ايران د يوې لژيونرې په توګه لوبې کوي.

په کوناک بلډي سپور ترکيب کښې د هغې ثابت او ځلانده شتون د دې سبب شوے دے چې له دغه کلب سره تر دوه کلنې معاهدې باوجود ورته څو اروپائي وړانديزونه اوشول او که څه خاصه پېښه رامنځته نه شي نو د موسم په آخر کښې به له ترکيې نه يو اروپائي هېواد ته لاړه شي. مېرمن خسروي وائي: « زۀ د دوو پښو بوبغاړه يم هم په ښۍ پښه او هم په کيڼه پښه لوبه کوم. اروپايان زياتره قوټي ټيمونه لري او زۀ زياتره چټکي يم. کوشش کوم په خپلو مشقونو کښې ځان فني ثابته کړم.» هغه خپل هدف او مقصد له فوټبالي کاميابيو نه  علاوه د خپل هېواد د مېرمن د فوټبال لپاره کاميابي حاصلول بولي چې په راتلونکو کلونو کښې زياتره لزيونران ولري او د ايراني لوبغاړو د جذبولو لپاهر انګېزې دوه برابره کړي. د هغې د وېنا په يوه برخه کښې راغلي دي:

«زۀ د ايران د مېرمنو فوټبال استازې يو او پکار دي چلند، د خبرو طرز، خوراک څښاک کښې د خپل هېواد لپاره يوه ښه نمونه شم. کله چې د يوې لژيونرې په توګه ښه لوبه کوې ، نو د ايران د فوټبالي جينکو د جذبولو لپاره د بهرنيو ټيمونو انګېزې لا زياتيږي. په حقيقت کښې زما په اوږد يو درون پېټے دے. زما آرزو دا ده چې له هرې پرونۍ ورځ نه مې نننۍ ورځ ښه وي او د خپلې مور او هېواد لپاره د وياړ سبب شم.  هيله منه يم چې په دې لار کښې به راسره خداے پاک مرسته وکړي. که ښه کارکردګي ولرم نو د بهرنيو ټيمونو پام به د خپل هېواد د فوټبالرو جينکو لوري راوګرځوم او هيله منه يم چې د خپل هېواد د جينکو لپاره يوه ښه استازې شم.»  

د مېرمنو په لوبو کښې يوه مشکل رامنځته کونکې موضوعد ايراني مېرمن د لباس موضوع وه. د فوټبال د ټيم د وړومبني اسلامي لباس تصويب له جرمني سره د ايران د جينکو د ټيم د لوبې زمينه جوړونکے شو او له هغه وروسته وو چې د ايراني جينکو لپاره چمني فوټبال هم بڼه ونيوه. په همدې لړ کښې د ورزشي لوبو د سياليو د جوړولو په هدف او د اسلامي اصولو او موازينو په ساتلو، د مسلمانو مېرمنو ترمېنخ د يووالي په مضبولو او د لوبو د کلتور په ودې  سره د ښځو د لوبو وړومبنے اسلامي فيډريشن په ۶۹ هجري نمريز کال کښې په ايران کښې جوړ شو.په اېشيائي او نړيوالو ډګرونو کښې د حجاب لرونکو لوبغاړو ښځو وړومبنے شتون د دغه فيډريشن په تشکيلېدو سره بڼه ونيوه او مېرمنې د وړومبي ځل لپاره د بيجنګ د ۱۹۹۰ کال اېشيائي لوبو ته لار پېدا کړه، په حقيقت کښې د بيجنګ د ۱۹۹۰ کال اېشيائي لوبو کښې د ښځو د فعاليت ابتداء د ايران په ۱۲۵ کسيز کاروان کښې د يوې حجاب لرونکې مېرمن په شتون سره اوشوه او د مېرمن په لوبو کښې د بدلون پېلامه وګرځېده.

ځوانه لژيونره جينۍ په ټولو سياليو کښې د خپل حجاب او پردې په ساتلو سره شرکت کوي چې په دې کار سره خپل پېشه ورانه کار ارزښتناک کړي او د اسلامي او ايراني شخصيت ښودونکي وي.هغه وائي:

کله  چې ايراني باحجابه لوبغاړې په اروپائي سياليو کښې او نړيويوالو سياليو لپاره شتون پېدا کوي نو د غېرمسلمانو کسانو لپاره دا چاره ډېره حېرانونکې ده. د هغوي لپاره دا خبره سخته ده چې پوه شي چې دغه حجاب لرونکې جينکۍ او لوبغاړې څه ډول عقائد لري. خو کله چې ويني هغوي هغوي دې ته چمتو دي چې په داسې يو لباس سره پېشه ورانه توګه لوبه وکړي او ځان اثبات ته اورسوي نو د هغوي لپاره د احترام قائل شي، اسلامي حجاب او پرده د ايراني لوبغاړو مېرمنو ارزښت لا زيات اوچتولې شي او باحجابه بوبغاړې مېرمنې په هغه حجاب سره چې يې لري ښودنه کوي چې حجاب نه یوازې د هغوي د ترقۍ او پرمختګ خنډ نه دے بلکه د هغوي لپاره يوه انګېزه راپېدا کوي اوښئ چې ايرانۍ مېرمنې په هر ډول حالاتو کښې مخ په وړاندې تلې او پرمختګ کولې شي او د خپل هېواد د وياړ سبب شي.»

که حجاب نه تنها مانع پیشرفت آنها نمی‌شود بلکه برای آنها انگیزه ایجاد می‌کند که نشان بدهند بانوان ایرانی با هر شرایطی می‌توانند جلو بروند و پیشرفت کنند و باعث افتخار مملکت خویش شوند.»

مېرمن ګلنوش خسروي د کورونا د خپرېدونکې بيمارۍ په وجه په ترکيې کښې څلوېښت ورځې په قرنطينه کښې تېرې کړې. هغې په يوه ليکنه کښې ليکلي دي: «ټيلي ويژن مې اوسوزېد او په قرنطينه کښې سخت حالات لرم.  غواړم چې د خپلې مور ترڅنګه وې. زما له نظره په دغه پېښه کښې يو حکمت دے او بيا زرګونه ځل خداے شکر ادا کوم. له ځان سره مې څه کتاب نه دے راوړے او دا چې هر وخت په موبائل کښې لګيا يم ستړې کونکې چاره ده. قرآن مجيد راسره وي او هرځاے کښې، هره سيالۍ کښې او هر سفر کښې هغه له ځان سره ساتم او دا چې په دې ورځو کښې يوازې د قرآن تلاوت کوم او زيات اطمينان راته حاصليږي. همدارنګ رنګ په کور کښې لوبې کوم، هيله ده چې د کورنا په ختمېدو سره دنيا ته آرامښت راستون شي.»

 

ټیګونه