د غريز قره باغ جنګ د نتائجو په اړه دواړو خواو ته د ايران خبردارے
(last modified Sun, 04 Oct 2020 12:10:17 GMT )
Oct 04, 2020 16:40 Asia/Kabul
  • د غريز قره باغ جنګ د نتائجو په اړه دواړو خواو ته د ايران خبردارے

د ناګورنو قره باغ سيمه د آرمېنيا او آذربائيجان جمهوريت د فوځي ځواکونو د نښتو ډګر دے.

د جنګ لمبې يو ځل بيا په دغه سيمه کښې اوچتې شوې او د خپلو بديو او ترخو ښودنه کوي. د دغه جنګ څرنګوالے پکار دي له مختلفو اړخونو وڅېړل شي.

البته دغه جنګ چې په هره وجه شروع شوے وي نتائج يې ډېر پراخه او اندېښمنونکيدي. د لانجې دواړه خواوې يو بل د جګړې په شروع کولوتورنوي. اوس د  دغو نښتو په سختېدو سره د ايران په پوله ايزو سيمو کښې هم د چاودنو غږونه اورېدل کيږي.

په تېرو څو ورځو کښې د ايران د ختيځ آذربائيجان صوبې د خداآفرين او د اردبيل صوبې د اصلاندوز سيمو په شمول په ځينو پوله ايزو سيمو باندې د هاوانونو لګېدو د دغو دواړو صوبو پوله مېشته خلق اندېښمن کړي دي.

د ايران د خداآفرين ولسوالۍ ولسوال علي امير راد پرون له اېسنا خبري آژانس سره په مرکه کښې په قره باغ سيمه کښې د ايران په پوله ايزو سيمو باندې د لسو هاواني راکټونو د لګېدو خبر ورکړ. د آذبائيجان جمهوريت او آرمينيا ترمېنځ د نښتو د شروع کېدو له وړومبۍ ورځ نه تر اوسه په دغې ولسوالۍ باندې له دېرشو زيات هاواني راکټونه غورزېدلي دي. په اطمينان سره ويلې شوو چې دغه لګېدنې قصداً نه دي شوې. خو په پوله ايزو سيمو کښې تحرکات د ايران د اسلامي جمهوريت لخوا په ډېره جدي توګه او حساسيت سره د څارنې او څېړنې په  حال کښې دي. د ايران د اسلامي جمهوريت ځواکونه هم د پوره تيارۍ په حال کښې دي او د ضرورت په صورت کښې به د هر ډول تيري ته پرېکنده ځواب ورکړي.

د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده پرون د دغو پېښو په اړه د ايران په خاوره باندې په سيمه کښې د ښکېلو خواو لخوا د هر ډول تيري د نه زغملو وړ اعلانولو سره ټولو خواو ته د ضروري خيال ساتنې لپاره جدي خبردارے ورکړ. د ايران د خارجه وزارت وياند همدارنګ د آذربائيجان جمهوريت د زمکنۍ بشپړتيا د احترام، په عامه ولس باندې د نه تېري کولو د اصل د خيال ساتنې ، د نښتو د بندولو او د جدي او مهاليزو خبرو اترو د شروع کېدو په ضرورت تاکيد وکړ.

د قره باغ سيمې په سر د آرمينيا او آذربائيجان جمهوريت ترمېنځ لانجه له ۱۹۸۸ ميلادي کال راهسې شروع او په ۱۹۹۲ ميلادي کال کښې په فوځي نښتو بدله شوه. په ۱۹۹۴ ميلادي کال کښې د مېنسک ډلې او د اروپا د امنيت او ملګرتيا د ادارې په مينځګړيتوب سره د لانجې د دواړو خواو ترمېنځ ډزبندي ټينګه شوه، خو د دغې لانجې د صلح ايزې حل لارې لپاره نړيوالو هلو ځلو تر اوسه څه نتيجه نه ده لرلې.هغه څه چې مسلم دي هيڅ يو هېواد او ملت له جنګ څخه ګټه نه ده پورته کړې او د جنګونو په نتيجه کښې بې ګناه خلق ، بېخ بناوې او بنسټيزې ودانيۍ له منځه تللي دي. جنوبي قفقاز سيمه هم يو حساسه سيمه او د اروپا د انرجۍ شه رګ دے چې پکښې جنګ له وژونکې کورونا نه علاوه د نورو ته هم په دغه لانجه کښې د مداخلت موقع په لاس ورکوي.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: « ايران په غريز قره باغ کښې اندېښمنونکے تاوتريخوالے له نزدې څخه تر نظر لاندې لري. مونږ په فوري توګه د دښمنيو د ختمېدو غوښتونکي يوو او غواړوو چې اختلافات د خبرو اترو له لارې حل شي. ګاونډيان زمونږ په وړومبيتوب کښې دي او د خبرو اترو د ممکنولو لپاره د ښې زمينې برابرولو ته چمتو يوو. زمونږ سيمه همدا اوس صلحې ته ضرورت لري.»

له دې نظره د لانجې لورو ته د ايران خبردارے د جنګ د لمن ارتېدو او د هغو نتائجو ته د ايران د اندېښنوښودونکے دے. د ايران اسلامي جمهوريت باوري دے د اختلافاتو هوارے به يوازې د خبرو اترو او د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د ملګرتيا له لارې امکان ولري. نو په دې بنياد ايران په خپله سيمه ايزه ډېپلومېسۍ کښې داسې اقدامات چې د جګړو او نښتو د بندولو او عين حال کښې د ګواښونو د ختمولو لپاره ضروري بولي ترسره کوي.

--------

 

ټیګونه