د امریکا د عسکرو لپاره سیمه ناامنه شوي ده
(last modified Sat, 17 Oct 2020 00:36:18 GMT )
Oct 17, 2020 05:06 Asia/Kabul
  • د امریکا د عسکرو لپاره سیمه ناامنه شوي ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ځای ناستي برید جنرال سید محمد حجازي د امریکا د ولسمشر ټرمپ وینا ته په غبرګون کښې چې ویلي یې وو د قاسم سلیماڼي له شهیدولو وروسته سیمه د امریکا د عسکرو لپاره امنه شوي ده وویل که چیرې سیمې د تاسو لپاره امنه شوي ده نو بیا ولې تښتئ .

هغه پرون په تهران کښې په غربت کښې د مجاهدانو په پینځمې (۵) نړیوالې غونډې کښې ټینګار وکړ په ټوله دنیا کښې د امریکا عسکر په ویره کښې دي .

سردار حجاري وویل امریکا غواړي په چټکۍ سره له افغانستان څخه وتښتي او له سیمې دا ډول وتل د ویرې په وجه دي ځکه چې سیمه  د امریکا د پوځيانو لپاره ناامنه شوي ده .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ځای ناستي برید جنرال سید محمد حجازي په دې خبرې سره چې امریکا نن له بل وخت څخه  زیات یوازې او منزوي شوي ده وویل مقاومت دوام لرلی او وبه یې لري او تجربې ثابته کړي ده چې د مقاومت چورلیز تل بریالیتوب او پرمختګ لرلی دی او دښمن رسوا او شاته پاتی شوی دی .

هغه له صهیونیسټ رژیم سره د ځینو عربو رژیمونو د اړیکو عادي کیدا ته په اشارې سره وویل د سیمې مسلمان ملتونه له دا ډول اقداماتو سره سخت مخالف دي .

دغه راز په غربت کښې د مجاهدانو د پینځمې (۵) نړیوالې غونډې د فلسطین د کمیټۍ سیکرټر حسین امیر عبداللهیان وویل امریکا پوهیږي چې د شهید سلیماني د وینې بدل اخیستل به په عین الاسد باندې د ایران له حملې سخت وي .

هغه وویل امریکا پوهیږي د دغه معادلې نتیجه په پریکنده توګه له سیمې د امریکا وتل دي .

 

ټیګونه