د ایران د مدافعان اسمان ولایت ۹۹ پوځي مانوره له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پوځ او د سپاه پاسداران د غږملتیا زیاتیدل :-
(last modified Wed, 21 Oct 2020 11:42:34 GMT )
Oct 21, 2020 16:12 Asia/Kabul
  • د ایران د مدافعان اسمان ولایت ۹۹ پوځي مانوره له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پوځ او د سپاه پاسداران د غږملتیا زیاتیدل :-

د ایران په پوځي ډاکټرین کښې یو(۱) ستراتيژیک هدف له پرمختللیو ټیکنالوژیو په استفادې سره د پوځي وسونو پیاوړتیا او د جنګي چمتووالو پرله پسې ساتل دي .

په همدې لړ کښې د ایران د مدافعان اسمان ولایت ۹۹ په نوم د دافع هوا تخصصي پوځي مانوره نن د ایران د دافع هوا د مرکز په عملیاتي هدایت او کنټرول سره د ترسره کیدا په حال کښې ده .

د دغه پوځي مانورې د ترسره کولو هدف په نږدې شرایطو کښې په حقیقي جنګ کښې  د پوځ د هوايي ځواک د سپاه پاسداران د هوايي ځواک او د پوځ د دافع هوا ځواک په ګډون سره د ایران د وسله والو ځواکونو د دافع هوا توان د غږملتیا او د جنګي چمتووالي زیاتول دي او دغه مانوره د ایران په پراخې سیمې کښې ترسره کیږي .

د ایران د مدافعان  اسمان ولایت ۹۹ دافع  هوا د تخصصي مانورې قومندان برید جنرال قادر رحیم زاده د دغه مانورې د هدفونو او پروګرامونو په هکله د   پوځ د هوايي ځواک لخوا د  مخه نیونکو ډول ډول ښکاري الوتکو ، بم اچونکو الوتکو او د بې پایلوټه الوتکو الوتونو ته په اشارې سره وویل ټاکل شوي ده په دغه پوځي مانورې کښې د لومړي ځل لپاره سل(۱۰۰) په سله (۱۰۰) د ایران کاملا ځايي جوړې شوي وسلې او نوي تجهیزات وکارول شي .

د ایران د سترې تخصصي مانورې ترسره کیدل د یوه(۱) ستراتیژیک ځواک په سویه د پوځي قدرت ښودنه کوي چې له دوو (۲) اړخونو د اهمیت وړ دي .

لومړۍ(۱) دا چې دغه مانوره د احتمالي تیریو په مقابل کښې د یرغلیز توان او د ګواښونو په مقابل کښې  د دفاعي ظرفیتونو ښودنه کوي .

د دغه پوځي مانورې په ترسره کیدا کښې د اهمیت وړ دوهم (۲)اړخ د دفاعي ضرورتونو په پوره کولو کښې په ځايي تخصصونو باندې د ایران تکیه کول دي .

د ایران دغه وسونه په حقیقت کښې د امریکا بایکاټونو ته غاښ ماتونکی ځواب دی .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود او د ټولو قواو قومندان حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په خپلې وینا کښې د ایران د ملت د اقتدا اصلي مولفو ته په اشارې سره ټینګار وکړ  د ایران د اسلامي نظام د دفاعي قدرت د سیاست هدف د نړیوالو زور ویونکو لخوا په ایران باندې د تیري د تصور مخه نیول دي .

هغه ډاګینه کړه دښمانان دې باید پوه شي که چیرې په ایران د تیري فکر وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي ځکه چې ممکنه ده هغوې د جنګ پیلونکي ووسي خو د جنګ ختمول به د هغوې په لاس کښې نه وي .

د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا په هوا فضا ، توغندیو او د سمندري او د ځمکني قدرت په ډګر کښې په نړیوالو معادلاتو  کښې د پام وړ ظرفیتونه لري .

د ایران دغه وسونه هیڅکله د سیمې د امنیت لپاره ګواښ نه دي بلکې د هغه څه په اپوټه چې پردي هیوادونه یې ادعا کوي د سیمې د امنیت په هکله د ایران سیاست له جنګ او تاوتریخوالي څخه ډډه کول امنیتي پیوستون ته بلنه او د ډله ییز امنیت د ساتلو لپاره د سیمې د هیوادونو ګډون دی .

په سیمه کښې د امنیت او د سولې لپاره د ایران ستراتیژۍ روښانه او ښکاره ده .

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د فارس خلیج د څنډې د ټولو عربو هیوادونو مشرانو ته د هرمز د سولې پلان وړاندې کړ او هغوې ته یې بلنه ورکړه چې دغه پلان پیاوړی کړي او پکښې ګډون وکړي .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف هم د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې په تیرې سه شنبې ورځ د فارس خلیج سیمې په حالت د غور لپاره وشوه د فارس خلیج په عربو هیوادونو باندې د وسلو د ترټولو ستر خرڅونکي هیواد په توګه په امریکا باندې نیوکې سره وویل شاید هیوادونه وکولای شي په پیسو سره پیچلي وسلې واخلي خو حقیقت دا دی چې امنیت او ثبات په پیسو سره نشي اخیستل کیدلای .

هغه د سیمې د امنیت په هکله د ایران د لیدتوګې په بیانولو سره وویل په سیمه کښې د ډله ییز امنیت د رامینځته کولو  او د پراخ بنسټه خبرو د پیلولو لپاره د سیمې د هیوادونو لخوا ډله ییز ملګرتیا ته ضرورت لرو په بله بڼه کښې به نسلونه له ګډوډۍ سره مخامخ وي .

 

ټیګونه