نن په ايران کښې له نړيوال استکبار سره د مبارزې ملي ورځ ده
د 1399 هجری شمسي کال د لړم د مياشتې ديارلسمه د ايران په اسلامي جمهوريت کښې له نړيوال استکبار سره د مبارزې ملي ورځ ده.
د لړم د مياشتې ۱۳ د ايران د اسلامي انقلاب د تاريخ د دريو حساسو پړاونو يادونه کوي، يعنې د 1343 هجری شمسی کال د لړم د مياشتې په ديارلسمه ترکيې ته د حضرت امام خميني (رح) د جلاوطنۍ کليزه، د 1357 هجري شمسي کال د لړم د مياشتې ديارلسمه د پهلوي رژيم لخوا د زده کونکو قتل عام او د 1358 هجری شمسی کال د لړم د مياشتې ديارلسمه په تهران کښې د امريکې د جاسوسي ځالې د تسخيرولو کليزه ده چې هره يوه واقعه د ايران د ملت په استکبار دښمنه بهير کښې د عطف يو ټکے دے.
همدارنګ د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر پرون د دغې ملي ورځې په مناسبت په خپله يوه بيانيه کښې فعال مقاومت او په اقتدار او داخلي ظرفيتونو او توانمنيو باندې تکيه کول د امريکې په تپل شوي اقتصادي جنګ باندې د ايران د ملت د غلبې ضامن وبلل.
د ايران د اسلامي جمهوريت فوځ هم په دې موقع په يوه بيانيه کښې وويل، د ايران د ستر ملت او مقدس اسلامي نظام په خلاف د هر ډول ګواښ او بدمعاشۍ په مقابل کښې به د ځانونو تر قربانۍ پورې ټينګ اودريږي او دښمن ته به د هيڅ ډول تيري اجازه ورنکړي.