د مسلمانانو غبرګون د هغوې د ژوندي توب نښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93953-د_مسلمانانو_غبرګون_د_هغوې_د_ژوندي_توب_نښه_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په سپکاوي کولو باندې د مسلمانانو غصه کیدل او اعتراض کول د اسلامي امت د ژوندي توب نښه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2020 10:07 Asia/Kabul
  • د مسلمانانو غبرګون د هغوې د ژوندي توب نښه ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په سپکاوي کولو باندې د مسلمانانو غصه کیدل او اعتراض کول د اسلامي امت د ژوندي توب نښه وبلله .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د ربیع الاول د میاشتې د اوولسمې (۱۷) نیټې یعني د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د شیعه مسلمانانو د شپږم (۶) ام حضرت جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړو د کلیزې په مناسبت په ټیلي ویژن باندې وینا کښې د دغه ورځې په اړه مبارکۍ ویلو سره وویل نن سبا د اسلام اصلي دښمن استکبار او صهیونیزم دی چې په خپل ټول وجود سره له اسلام سره مقابله کوي .

هغه حضرت په فرانسې کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص په هکله له سپکاوي د ډکو کارټونونو خپریدا ته په اشارې سره وویل یوه(۱) کارټون جوړونکي یوه(۱) غلطۍ کړي ده خو دا یوازې د یوه(۱) هنرمند انحراف او فساد نه دی بلکې د داسې حکومت چې د دغه غلط کار ملاتړ کوي د سیاست مسله ده چې په ډاګه د دغه سپکاوی ملاتړ اعلانوي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ډاګینه  کړه د فرانسې حکومت دغه پيښه له بشري حقوقو او د بیان له ازادۍ سره اړونده ګڼي او دا هماغه سیاست دی چې ترټولو زیږو ترهګرو ته یې په خپل هیواد کښې ځای ورکړی دی .

هغه حضرت په دې خبرې سره چې د فرانسې حکومت د ایران پرضد د عراق په تپلي جنګ کښې د صدام په شان له خونړي لیوه سره ډیرې مرستې وکړې وویل د یوه(۱) کارټون جوړونکي د جنایتکار عمل او د کلتوري وحشي توب دفاع کول له صدام او له منافقینو ډلې د ملاتړ یوه (۱)بله بیلګه ده .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود جوته کړه دا هماغه ترهګر دي چې د ایران ولسمشر ، د قضايي قوې مشر ، لومړی وزیر او نور حکومتي چارواکي او د هیواد اولس زره (۱۷۰۰۰) نور عادي خلک یې په ایران کښې شهیدان کړي دي .

هغه حضرت په دې خبرې سره چې د فرانسې د اقدام په وړاندې د اسلامي امت اعتراض او غصه کیدل د اسلامي دنیا د ژوندي توب نښه ده وویل البته ځینو واکمنانو خپل ذلت  وښود ځو اکثرو یې د خپل اسلامي هویت دفاع وکړه .