د امریکا په هکله د ایران سیاست نه بدلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93956-د_امریکا_په_هکله_د_ایران_سیاست_نه_بدلیږي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د امریکا د زیات غوښتنې په مقابل کښې د مقاومت عاقلانه سیاست ته په اشارې سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت حساب شوی سیاست په امریکا کښې د کسانو په تلو او راتلو سره نه بدلیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2020 11:36 Asia/Kabul
  • د امریکا په هکله د ایران سیاست نه بدلیږي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د امریکا د زیات غوښتنې په مقابل کښې د مقاومت عاقلانه سیاست ته په اشارې سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت حساب شوی سیاست په امریکا کښې د کسانو په تلو او راتلو سره نه بدلیږي .

هغه حضرت نن په ټیلي ويژن باندې وینا کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړو  په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره د امریکا رژیم حالات د تماشې وړ وبلل او زیاته یې کړه ولسمشر ټرمپ  چې همدا اوس په واک کښې دی او ټاکل شوي ده چې انتخابات وکړي وايي دا د امریکا داسې انتخابات دي چې ترټولو زیاته درغلۍ پکښې شوه ده او د هغه سیال کاندید جوبایډن هم وايي چې ټرمپ په پراخه سویه په انتخاباتو کښې د درغلۍ کولو نیت لري .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دغه حالت د لیبرال ډیموکراسۍ د کرغیړنې څیرې بیلګه وبلله او ډاګینه یې کړه له دې ورتیر چې په امریکا کښې څوک ولسمشر کیږي د هیواد اوسني حالات په امریکا کښې د سخت مدني ، سیاسي او اخلاقي ځوړتیا ښودنه کوي او د دا ډول سیاسي نظام انجام هم ړنګیدل او له مینځه تلل دي .

هغه حضرت د ایران له اسلامي نظام سره د امریکا د دښمنۍ اصلي علت ظالمانه سیاستونو ته نه تسلیمیدل او د هغوې د سلطې په رسمیت نه پیژندل وبلل او ویې ویل دغه دښمنۍ به دوام ولري او د دغه دښمنۍ د ختمولو یوازنۍ لاره دا ده چې مقابل لوری له دې تصور څخه چې وکولای شي د ایران ملت او حکومت ته اساسي ګوزار ورکړي ناهیلی شي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت ترمنځ  وروستي جنګ ته هم اشاره وکړه او په دې خبرې ټینګار سره چې دغه موضوع د سیمې د امنیت ګواښونکي او ترخه پیښه ده وویل دغه پوځي نښته زر پاې ته ورسیږي البته د اذربایجان جمهوریت ټولې ځمکې چې ارمنستان نیولي دي باید ازادې شي او هغه اذربایجان جمهوریت ته بیرته ورکړل شي .

هغه حضرت د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان لخوا د نړیوالو سرحدونو د رعایتولو او په دغو سیمو کښې د ارمنیانو د امنیت دساتلو په ضرورت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه هغه ترهګر چې د ډاډ وړ راپورونو پراساس قره باغ سیمې ته ورغلي دي باید هیڅکله د ایران سرحدونو ته نږدې نشي او که چیرې هغوې د ایران سرحدونو ته نږدې شي نو په پریکنده توګه به ورسره مقابله وشي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په بله برخه کښې د وحدت د اونۍ د نه درک شوي  اهمیت په بیانولو سره په یمن کښې د پینځه(۵) کلن جنګ  او د سعودي عربستان لخوا د یمن د خلکو په ډیر وحشي ډول د بمبارولو ، د فلسطین په مسلې باندې په سترګو پټولو سره د اسلامي امت د ذلیل کولو لپاره د څو حکومتونو د ناوړه اقداماتو  په شمول د اسلامي نړۍ د ترخو پیښو علاج او درملنه د مسلمانانو له اتحاد سره تړلي وبلله .