په ایران کې نور کابو اته زره کسان په کرونا ککړ شول
په نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر کابو اته څلویښت میلیونو ته رسیدلی چې له دوي یو میلیون دوه لکه یو یشت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دغه راز څه دپاسه څلوردیرش میلیون او څلور لکه کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .
زمونږخبریال را پور راکړ د اسلامی ایران د روغتیائي چارو ویندو ئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو دشمیر د وړاندې کولو په باب په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې ، اته زره څلور سوه دوه پنځوس کسان په کرونا ویروس ککړ شوي چې له دوي دوه زره اته سوه دوه پنځوس تنه په روغتونونو کې بستري شوي دي .
میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ دککړو کسانو شمیر شپږ لکه شپږڅلویښت زره یو سل شپیتو تنو ته رسیدلی وئيلي دي ،له بده مرغه په تیر شواروز کې په کروناککړو څلور سوه نولس کسانو خپل ژوندله لاسه ورکړی چې له دوي سره په درست هیواد کې تر دې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر شپږ دیرش زره پنځه سوه نهه اویا تنو ته زیات شوی دی .
د ایران دروغتیائي چارود وزارت د دویندوئې په وینا ،تر دې دمه په ایران کې په کرونا ککړ پنځه لکه څلور سوه کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .