د ایران په سرحدونو کښې له هر ډول ګواښ سره به پریکنده چلند وشي
(last modified Fri, 06 Nov 2020 03:19:30 GMT )
Nov 06, 2020 07:49 Asia/Kabul
  • د ایران په سرحدونو کښې له هر ډول ګواښ سره به پریکنده چلند وشي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان وویل: د ایران په پولو کښې له هر ډول ګواښ سره به پریکنده او په موقع چلند وشي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان وویل: د ایران په پولو کښې له هر ډول ګواښ سره به پریکنده او په موقع چلند وشي.

جنرال سلامي پرون د ایران د شمال لویدیځ په اردبیل ولایت کښې د اصلاندوز ولسوالۍ د سرحدي پولې او د میل مغان بند په کتنه کښې زیاته کړه: پایداره امنیت د ایران د اسلامي جمهوریت سره کرښه ده او په پولو کښې هر ډول ناامني او ګواښ چې د خلکو د امنیت او ذهني آرامښت د زیانمنیدو سبب کیږي، د منلو وړ نه دی.

جنرال سلامي په نړیوالو پولو کښې بدلون نه راتلل یو مهم کار وباله او د قره باغ په نښته کښې د ایران سرحدونو ته د هر ډول خطر له پیښولو د ښکیلو لورو په ډډه کولو باندې په ټینګار سره یې څرګنده کړه: د ایران په پول کښې له هر ډول ګواښ او یا تیري سره د پریکنده او پر وخت مقابلې لپاره ضروري تابیاوې شوې دي.

 

ټیګونه