ایراني مور او بهرني پلار لرونکو ته ایراني تابعیت ورکړې شو
(last modified Sun, 15 Nov 2020 00:49:19 GMT )
Nov 15, 2020 05:19 Asia/Kabul
  • ایراني مور او بهرني پلار لرونکو ته ایراني تابعیت ورکړې شو

د تهران د ولایت مقام د بهرنیو ښاریزو او کډوالو د چارو مدیر له بهرنیانو سره د ایراني میرمنو د ودونو له امله پیدا شویو ماشومانو ته په اول ځل د ایراني پیژندپاڼې (شناسنامې) د صادریدو خبر ورکړ.

د تهران د ولایت مقام د بهرنیو ښاریزو او کډوالو د چارو مدیر له بهرنیانو سره د ایراني میرمنو د ودونو له امله پیدا شویو ماشومانو ته په اول ځل د ایراني پیژندپاڼې (شناسنامې) د صادریدو خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې منصور حاجي وویل: د ایران د اسلامي شورا له خوا تصویب شوې د تابعیت د قانون په اجرا کښې ۱۸ زره او ۳۰۰ کسانو د ایران د کورنیو چارو د وزارت او د تهران د ولایت مقام د بهرنیو ښاریزو او کډوالو د چارو د ادارې په ویب سایټ کښې نوم لیکنه کړې وه چې په دې لړ کښې د تهران د ولایت مقام له خوا وړومبنۍ پیژندپاڼه صادره او درخواست کونکي ته وسپارله شوه.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي شورا استازو د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کښې له بهرنیو سړو سره د ایراني میرمنو له واده څخه زیږیدلو ماشومانو ته د ایراني تابعیت له ورکړې سره موافقه کړې وه.

 

ټیګونه