سپاه پاسداران د ترهګرو ډلګیو په سنګرونو د توپونو حملې وکړې
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د ځمکني ځواک سید الشهدا(ع) قرارګاه د انقلاب ضده ترهګرو ډلګیو په سنګرونو باندې د دغه ځواک د توپونو د حملې خبر ورکړ.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د ځمکني ځواک سید الشهدا(ع) قرارګاه د انقلاب ضده ترهګرو ډلګیو په سنګرونو باندې د دغه ځواک د توپونو د حملې خبر ورکړ.
سید الشهدا قرارګاره په یوه خبرپاڼه کښې ویلي دي چې د پاسدارانو لښکر ځمکني ځواک پرون د ایران د شمال لویدیځ له پولو پورې غاړه د انقلاب ضده ترهګرو ډلګیو سنګرونه په نښه کړل چې له امله یې انقلاب ضده ډلګیو ته دروند تاوان ورسوه.
د دې خبرپاڼې په دوام کښې راغلي دي: د ایران د ملي امنیت په تیره بیا په سرحدي ولایتونو کښې د ولس د ارامښت او هوساینې ساتنه د ایران د وسله والو ځواکونو سره کرښه ده او په دې لړ کښې هیڅ سرحدي ملاحظه نه پیژني.
د ویلو ده چې تیره جمعه انقلاب ضده وسله والو د ایران د شمال لویدیځ د آذربایجانِ غربي ولایت په سرحدي سیمو کښې له یوشمیر سرحدي ځواکونو سره وسله واله نښته وکړه.
د ایران پوله ساتي ځواکونه وتوانیدل چې د خپل هیواد خاورې ته د ترهګرو د ننوتو مخه ونیسي او هغوي ته یې درانه تلفات واړول خو په رامینځته شویو نښتو کښې درې ایراني ځواکونه هم شهیدان شوي وو.