عربستان د خپلو ګرمو مسولیت په نورو اچوي
ایرنا خبري اژانس وايي په ویانا کښې دیره په نړیوالو ادارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي کاظم غریب ابادي بیګا د سعودي عربستان په خارجه چارو کښې د سلاکار وزیر عادل الجبیر وروستیو ایران ضد څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل که چیرې ریاض د اټومي وسلو د پروګرام د تعقیبولو او یا له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د نه ملګرتیا د توجیه لپاره کومه پلمه لټوي نو خپل شهامت وښي او لګښت یې ورکړي .
هغه په دې خبرې سره چې په نورو هیوادونو باندې د خپلې ګرمې وراچول او د ویرې رامینځته کول خلکو ته د دوکه ورکونکو حکومتونو د استفادې وړ دوې (۲) معمولې او کلاسیکې رودې دي عادل الجبیر ته وویل د خپلو غلطو کارونو مسولیت په نورو هیوادونه مه اچوئ .
د سعودي عربستان په خارجه وزارت کښې سلاکار وزیر عادل الجبیر څه موده مخکې په یوې (۱) مرکې کښې ویلي وو که چیرې د ایران اټومي پروګرام بند نشي عربستان به دا حق ولري چې ځان په اټومي وسلو سمبال کړي .
د سعودي رژیم چارواکو په تیرو څو میاشتو کښې له امریکا او صهیونیسټ رژیم سره په غږمله توګه د چټي تورونو او ادعاګانو په مطرح کولو سره هڅه کړي ده د ایران سوله ییز اټومي پروګرام د لویدیځې اسیا سیمې لپاره ګواښ وښيي .
د سعودي عربستان او د هغه د متحدانو دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس تراوسه په ځلونو د ایران د اټومي فعالیتونو سوله ییزوالی او اټومي تړون ته د ایران پاې بندۍ تائید کړي ده .
د ایران پرضد د سعودي عربستان رژیم تبلیغات په داسې حال کښې دي چې ویل کیږي دغه رژیم د یورانیمو د پخولو لپاره په پټه توګه یوشمیر فعالیتونه پیل کړي دي .