نړیواله ټولنه د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو سره مقابله وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94561-نړیواله_ټولنه_د_صهیونیسټ_رژیم_له_اقداماتو_سره_مقابله_وکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته په یوه(۱) پیغام کښې نړیواله ټولنه د صهیونیسټ ماشوم وژونکي رژیم له اقداماتو سره مقابلې ته وروبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2020 01:01 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو سره مقابله وکړي

ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته په یوه(۱) پیغام کښې نړیواله ټولنه د صهیونیسټ ماشوم وژونکي رژیم له اقداماتو سره مقابلې ته وروبلله .

د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې له رسیدا سره په یووخت پرون په نیویارک کښې د ملګروملتونو د غړیو هیوادونو د استازیو په ګډون سره مراسم وشول .

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته په پیغام کښې دې ته په اشارې سره چې د نوامبر د میاشتې نهویشتمه (۲۹) نیټه د غاصب صهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطین ټاټوبي د څه د پاسه اوه(۷) لسیزې نیواک او د فلسطین د خلکو د دوامداره کړاو او درد او د فلسطین د مظلوم ملت پرضد د بې عدالتۍ یادونه کوي وویل مونږ هره ورځ د فلسطین د مظلومو خلکو د شهیدولو او د اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو په شمول د پلان د تعقیبولو په شمول د صهیونیسټ رژیم د منظمو شویو جنایتونو او د توکمپالو او د تیریګرو سیاستونو د ډیریدا او د کورونا  ویروس د خپریدا په شرایطو کښې د غزې تړانګې د خلکو پرضد د بشري حقوقو ضد د بایکاټونو د دوام او روغتیایي مرستو او طبي اړتیاو ته د لږ تر لږه لاسرسي کښې د فلسطین د خلکو د محرومیت او د محدودیت کتونکي یوو .

د ایران ولسمشر حسن روحاني د فلسطین د کابو پینځه(۵) میلیونه خلکو د کډوالیدا دوام ، د اردن سین په لویدیځې غاړې او ختیځ بیت المقدس  کښې د ښارګیو د جوړولو له لارې د نیواکګرۍ پراخول ، د فلسطینیانو نژادي له مینځه وړل او د غزې تړانګې ظالمانه کلابندۍ د فلسطین د نیواک له غم څخه ډکې پایلې وبللې او ویې ویل د قدس شریف په یهودي کولو کښې د صهیونیسټ رژیم اقدامات او د فلسطین د خلکو په حقوقو تیری په داسې حال کښې ترسره کیږي چې په پراخه سویه د ښارګیو د جوړولو  او د غیر یهودي خلکو په زوره له سیمې د ایستلو په دلیل د دغه سیمې حالت ډير خطرناک اړخونه خپل کړي دي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني په دغه پیغام کښې وویل د صهیونیسټ رژیم کړچار په حقیقت کښې د بیت المقدس د اسلامي او د تاریخي مظاهرو د یهودي کولو او ورانولو او د فلسطین په ټولې سیمې د سلطې د موندلو او د فلسطین له خلکو څخه د بیرته د ستنیدا د حق د اخیستلو په هدف سره دی او دغه چاره یوځل بیا د فلسطین د خلکو دټاټوبي په ډیر نیواک او د هغوې مسلمو حقونو ته په بې پامۍ کښې د دغه رژیم  توکمپال نیتونه ښکاره کوي .

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت باوري دي دغه اقدامات به نه یوازې په نیواکي ټاټوبو کښې د حالاتو د خرابیدا سبب شي بلکې پراخې نړیوالې او سیمه ییزې امنیتي پایلې به هم ولري .

حسن روحاني زیاته کړه صهیونیسټ رژیم د ملګروملتونو د امنیت شورا د ځینو دایمي غړیو له ملاتړونو څخه د برخوریدا په دلیل هره ورځ د فلسطین د خلکو پرضد خپل غیر انساني اقدامات زیات کړي دي او په مینځني ختیځ کښې د تیریګرو سیاستونو او اقداماتو په غوره کولو او په لبنان او سوریې باندې په تیري کولو او د ډلوژونکو وسلو د تولیدولو د پټ پروګرام په لرلو سره یې  په ټوله سیمه کښې سوله او ثبات په خطر کښې اچولی دی .

هغه ډاګینه کړه د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین د خلکو  د ژغورونکي او انساني ایډیل د  هراړخیزه ملاتړونو  په دوام باندې ټینګار او د صهیونیسټ رژیم د نیواکګریو او د تیریو په وړاندې د فلسطین د خلکو د جایزو او د ستاینې وړ مقاومتونو په درنښت د تاکید په ترڅ کښې نړیواله ټولنه د صهیونیسټ ماشوم وژونکي رژیم له اقداماتو سره مقابلې وربولي .