پیټروکیمیکل ملي پروژې د ایران د ملت د قدرت نښه ده
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د هیواد د ځوانانو او د متخصصانو لخوا د پیټروکیمیکل د ملي پروژو پرانیستل د ایران د ملت د قدرت نښه او نړیوال استکبار ته ستر ګوزار وباله .
حسن روحاني نن په ایلام ، اذربایجان غربي او همدان ولایتونو کښې د پیټروکیمیکل پروژو د پرانیستلو په مراسمو کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې ترسره شول وویل ټول ایران د بایکاټ په وخت کښې په یوه (۱) ستر اقتصادي ورکشاپ بدل شو او ټول خلک پکښې ګډون لري او فعالیت کوي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې نن سبا ملي اقتدار څرګند شوی دی او د سترو بریالیتونونو لپاره ټولو یوبل ته لاسونه ورکړي دي ټینګار وکړ د پیټروکیمیکل د ستر صنعت د ملي پروژو پرانیستل د صنعت د ډګر په شمول په ټولو زمینو کښې د ایران د ستر ملت د بریالیتوبونو نښه ده .
هغه دغه راز د اقتصادي جنګ قومندانانو ته په مبارکۍ ویلو سره وویل د ایران جوړې پیټروکیمیکل پروژې نړیوال استکبار ته ستر ګوزار دی کوم چې ډیرې هڅې وکړې د ایران صنعت چټي کړي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې د اقتصادي جنګ ژوند پاې ته رسیدلی او هغه سړی (ټرمپ )چې د دغه جنګ ورانکارۍ مشرۍ یې پرغاړه لرله د خپل سیاسي ژوند له ختمیدا سره مخ دی وویل د ایران ستر ملت به تل په تاریخ کښې ژوندی او سرلوړی وي هماغه ډول چې د تاریخ په اوږدو کښې سرلوړی و .
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل په اقتصادي جنګ کښې دښمن زیات هدفونه تعقیبول خو تیل او بانکونه په ایران کښې داسې دوې (۲) اصلي برخې وي چې په دغه اقتصادي جنګ کښې هره ورځ د دښمن له بمباریو سره مخ وې خو له نیکمرغه د خلکو په مقاومت او د متخصصانو په هڅې سره دغه پړاو تیر شوی دی .