د ایران سپاه پاسداران امریکا ته خبرداری ورکړ
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ځای ناستي برید جنرال پاسدار محمد حجازي په عراق کښې د امریکا وروستي خوځښتونه اوور رامینځته کونکي وبلل او خبرداری یې ورکړ که چیرې امریکا نیت لري سیمه ناکراره کړي نو حتما به پښیمانه شي .
هغه نن په سیمه کښې د امریکا وروستیو پوځي خوځښتونو ته په اشارې سره وویل د واشنګټن دغه خوځښتونه او اقدامات ممکنه ده چې سیمه له اوور سره مخ کړي .
محمد حجازي د مقاومت دچورلیز په هکله د لبنان دحزب الله د مشر حسن نصر الله وینا ته په اشارې سره وویل د ایران سپاه قدس دریځ همغه د حسن نصر الله دریځ دی .
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د امریکا د اسرائیلو او ددوې متحدانو ته په وینا کښې ویلي وو تاسو چې د مقاومت مشران ټرور کوئ نو ملتونه بیداریږي او حق ته د هغوې پاې بندۍ زیاتیږي .