د ایران وسله وال ځواکونه په فارس خلیج کښې پوره بیدار او تیار دي
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان وویل: د ایران وسله وال ځواکونه په فارس خلیج اوعمان سمندر کښې په بشپړه توګه هوښیار دي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان وویل: د ایران وسله وال ځواکونه په فارس خلیج اوعمان سمندر کښې په بشپړه توګه هوښیار دي.
سردار ایډمرل علیرضا تنګسیري په فارس خلیج کښې د سپاه پاسداران له خوا د امریکې د یوشمیر سمندري ځواکونو د نیول کیدو د کلیزې په مناسبت په یوه وینا کښې زیاته کړه: د ایران په ځمکنیو، هوايي او سمندري حدودو باندې هر ډول تیرې به د ایران د وسله والو ځوکونو له چټک غبرګون سره مخامخ شي.
هغه زیاته کړه چې د ایران د سپاه او پوځ سمندري ځواک په فارس خلیج کښې موجود دی او دغه شتون په جنوبي سمندرونو کښې هم تر هند سمندره پورې دوام لري.
د ویلو ده چې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په دولسمه نیټه د سپاه پاسداران سمندري ځواک د امریکې هغه دولس تنه سمندري ځواکونه چې په دوو پوځي کشتیو کښې په غیرقانوني توګه د ایران د اسلامي جمهوریت سمندري حدود نه راننوتي وو، د فارسي جزیرې په خوا کښې ونیول او هم هلته یې یوه ورځ زنداني کړل.
(فارسي) په فارس خلیج کښې یوه پوځي جزیره ده چې د انقلاب د پاسدارانو د لښکر د سمندري ځواک په اختیا ر کښې ده.