په ايران کښې په کورونا اخته له يو ميلين يو لک اوه اويا زرو زيات کسان روغ شول
(last modified Tue, 26 Jan 2021 10:59:34 GMT )
Jan 26, 2021 15:29 Asia/Kabul
  • په ايران کښې په کورونا اخته  له يو ميلين يو لک اوه اويا زرو زيات کسان روغ شول

د ايران د روغتيا د وزارت وېاندې په هېواد کښې تراوسه په کورونا اخته له يو ميلين يو لک اوه اويا زرو نه زياتو کسانو د رغېدو خبر ورکړ.

مېرمن سيما سادات لاري نن په هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته شويوکسانود وروستيو شمېرنو په باره کښې وويل: د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې شپږ زره څلور سوه شل نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې له هغو څخه ۵۹۰ کسان په روغتونونو کښې داخل کړې شوي دي، او باقي پاتې کسانو ته کلينيکل  خدمات ورسولې شول.

مېرمن لاري د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر  يو ميلين درې لکه پينځه اتيا زره اوه سوه شپږ تنو ته رسېدلے دے زياته کړه: په تېرو  څلوريشتو ګېنتو کښې ۷۹   تنه نور د دې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي چې په مجموعي توګه د مړو شمېر  ۵۷ زره ۵۶۰ تنو ته اورسېد.

د ايران د روغتيا د وزارت وياندې يادونه وکړه چې په هېواد کښې په کورونا اخته  له يو ميلين يو لک اوه اويا زره درې سوه اوه شپېته تنه کسان روغ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.په ټوله نړۍ کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر له سلو ميلينو تنو نه اوړېدلے دے چې له دغو څخه څه د پاسه دوه ميلين تنه  مړۀ شوي او تقريباً دوه اويا ميلينه ښه شوي او له روغتوننو رخصت کړې شوي دي.

 

ټیګونه