ولسمشر روحاني:
د ايران د اسلامي جمهوريت حکومت، د مستضعفانو ملاتړے دے
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د دوه څلوېښتمېکليزې د شروع کېدو په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره تاکيد وکړ، د ايران د اسلامي جمهوريت حکومت د مستضعفانو ملاتړ دے.
ډاکټر حسن روحاني نن د اسلامي انقلاب د سباؤن د لسيزې له شروع کېدو سره په يو وخت د شمالي خراسان او کردستان صوبو د اوبو او برېښنا د صنعت له ديارلسو مهمو او ملي منصوبو څخه د ګټې پورته کولو په مراسمو کښې وويل:د سلواغې په دولسمه چې امام خميني (رح)د سترو قوتونود اټکلونو په اپوټه د خلقو په بې مثاله هرکلي سره هېواد ته راغے د ايران په تاريخ کښې يوه شانداره ورځ ده.
هغه وويل: نن د تاريخ او د ايران د سترملت او د نړۍ ټولوآزادي غوښتونکو او مسلمانانو لپاره ډېره مبارکه ورځ ده؛ په داسې يوه ورځ ارواښاد امام د ايران د ايران د ميلينونو خلقوپه بې مثاله هرکلي سره هېواد ته راغے او په هغه حکمت او تدبير سره چې يې لرۀ کله هېواد ته داخل شو نو بې له ځنډه د شهيدانو ليدو ته لاړ او دا ډېره اهميت لرونکې چاره ده.
ولسمشر هغو ډېرو سترو اقداماتو ته په اشارې سره چې د اوبو او برېښنا په برخو کښې ترسره شول وويل، ځينو دا خيال کوۀ چې اسلامي انقلاب يوازې سياسي اړخ لري او د هېواد د خپلواکۍ او له استکبار او استبداد سره د مبارزې لپاره دے، ځينو هم خيال کوۀ چې اسلامي انقلاب د اسلام د قائمولو لپاره دے او يوازې معنوي اړخ لري، خو د شمېرنو او اعداد و شمار ښودنه کوي چې اسلامي انقلاب د سياسي او معنوي موضوعاتو ترڅنګه د مادي برخو لپاره هم د اهميت قائل دے.