دوښمانان باید د اسلامي ایران له قدرت درس واخلي
(last modified Fri, 12 Feb 2021 08:51:22 GMT )
Feb 12, 2021 13:21 Asia/Kabul
  • دوښمانان باید د اسلامي ایران له قدرت درس واخلي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي د پیامبر اعظم د پوځي مانورې په پاې کښې ټینګار وکړ د سپاه ځمکني ځواک وښودله په تاندوالي او خوځندوالي سره مخ ته روان دی .

حسین سلامي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د پیامبر اعظم شپاړس (۱۶) په نوم د پوځي مانورې په پاې کښې چې نن سهار وختي د هیواد د جنوب او لویدیځ په عمومي سیمه ختمه شوه په یوې (۱) وینا کښې په دې خبرې سره چې دغه پوځي مانوره د ورځې او شپې په عملیاتو کښې ترټولو دقیقه او قدرتمنه مانوره وه وویل دغه پوځي مانورې مونږ ته د سپیڅلي دفاع د حماسې شپې ، د کربلا پینځه ، د والفجر اته ، د فتح المبین ، بیت المقدس او د طریق القدس پوځي عملیات یاد کړل .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي دې ته په اشارې سره چې دوښمانان باید د اور له هغه قدرت څخه چې په دغه پوځي مانورې کښې د اسلامي ایران د بچیانو په لاس رامینځته شو عبرت ترلاسه کړي او جوته یې کړه ایران د مقاومت د  شرف ، زړورتیا او د غیرت ټاټوبی دی او سپاه پاسداران نن سبا په پایداره او مقاوم ډول د سپیڅلي دفاع د شهیدانو ،د وطن د مدافعانو او د حرم د دفاع کونکو لارې ته دوام ورکوي او د خپلواکۍ د شرف د عزت او د هیواد د ځمکنې بشپړتیا د دفاع لپاره به یوه (۱) شیبه هم غفلت او سستي ونکړي .

 

ټیګونه