د دفاع په لړ کښې د خپل قدرت ځینې برخې څرګندوو
(last modified Sun, 14 Feb 2021 03:22:56 GMT )
Feb 14, 2021 07:52 Asia/Kabul
  • د دفاع په لړ کښې د خپل قدرت ځینې برخې څرګندوو

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان وویل: د دښمن لپاره شک او ابهام جوړونه زمونږ د قدرت یوه برخه ده او کله کله د دفاع رامینځته کولو او د دښمن د محاسباتو د کره کولو لپاره په خپلو مانورو یا مرکو کښې د قدرت ځینې برخې څرګندوو.

سردار حسین سلامي له قومندانانو سره په ویډیو کانفرنس کښې د اسلامي انقلاب اصلي دنده د مستضعفانو وراثت، په مستکبرانو باندې د هغوي غلبه او په ځمکې باندې د الهي حاکمیت رامینځته کول وبلل.

هغهزیاته کړه: د اسلام انقلاب د ارمانونو او لوړ افق په وجه چې د کمزورو واکمني او د استکبار ختمول دي، د نړۍ قدرتونو خپله پوره پوره شیطاني هڅه وکړه چې د دې نوي قدرت او الهام بخښونکي ماډل د راڅرګندیدو مخه ونیسي خو کامیاب نه شول.

ټیګونه