امنیت او صلحه د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره تامینیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: په سیمه کښې امنیت او صلحه د سیمې د هیوادونو په خپل مینځي ملګرتیا سره تامینیږي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: په سیمه کښې امنیت او صلحه د سیمې د هیوادونو په خپل مینځي ملګرتیا سره تامینیږي.
ولسمشر حسن روحاني پرون په تهران کښې د قطر د خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې په سیمه کښې د هر هیواد پرمختګ به په سیمه کښې د صلحې، ثبات او کرارۍ په ټینګښت سره ترلاسه شي، د فارس خلیج سیمې له هیوادونو سره د ملګرتیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: ایران د هرمز د صلحې د نوښت په طرحې باوري دی او په سیمه کښې ثبات به د سیمې د هیوادونو ترمینځ له ملګرتیا او خبرواترو پرته ترلاسه نه شي.
د اسلامي ایران ولسمشر د امریکې له خوا د بندیزونو د ختمیدو او د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک ته یې د ستنیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: هر کله چې امریکا خپل غیرقانوني بندیزونه ختم کړي او قانون ته راستنه شي، ایران به هم بې له ځنډه د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې خپلو ټولو ژمنو ته ستون شي.
په دغې کتنې کښې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم ایران په سیمه کښې د یو دوست هیواد په توګه وباله او په ټولو برخو په تیره بیا د اقتصادي او سوداګري ملګرتیا په لړ کښې یې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او ژورتیا ټینګار وکړ.
محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني د خپل هیواد خلاف د بندیز په پړاؤ کښې د ایران د ملګرتیا په قدرونې سره هیله وښودله چې ایټمي موافقې ته د امریکې په راستنیدو سره، د دغې موافقې په چوکاټ کښې موجودې ستونزې او بندیزونه حل شي او په دې لړ کښې به قطر هر ډول مرسته وکړي.
یاده دې وي چې د قطر خارجه وزیر پرون مازیګر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره هم ملاقات کړی و.