سردار کوثري: د عادي وسلې زمونږ حق دی او د خبرواترو وړ نه دی
(last modified Fri, 19 Feb 2021 01:08:21 GMT )
Feb 19, 2021 05:38 Asia/Kabul
  • سردار کوثري: د عادي وسلې زمونږ حق دی او د خبرواترو وړ نه دی

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قوماندان مرستیال وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅکله د عادي وسلې په اړه خبرې اترې و نکړي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قوماندان مرستیال سردار محمد اسماعیل کوثري له یمني چینل المسیره سره په مرکه کې څرګنده کړه: سردار کوثري: د عادي وسلې زمونږ حق دی او د خبرواترو وړ نه دی او په دې اړه ټول اتفاق لري.
سردار کوثري زیاته کړه: ایران هیڅکله جنګ غوښتونکۍ نه دی. ایران د هر ډول تجاوز مخه نیولو لپاره دفاعي عوامل په اختیار کې لري او په قدرت سره به له خپلې خاورې دفاع وکړي. 

ټیګونه