په ایران کې نور ۹۳کسان د کرونا ویروس قربانیان شول
د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس تر دې دمه کرونا ویروس په نړۍ کې څه دپاسه یو سل اولس میلیون کسان ککړ کړي چې له دوي څه دپاسه دوه میلیون او شپږلکه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ ، د ایران دروغتیائي چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس دککړو اوقربانیانو دشمیر په اعلانولو سره وئيلي دي ،په تیر شواروز کې په کرونا ویروس د نورو ۹۳ککړو کسانو په مړینې سره په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر تر دې دمه شپیته زره شپږ سوه اوه اتیا تنو ته زیات شوی دی.
میرمن سیما سادات لاري دغه راز وئیلي دي ، د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ویروس نور اته زره لس ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي پنځه سوه اویا تنه په روغتونونو کې بستري شوي دي .
هغې همداراز وئیلي په ایران کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر یو میلیون شپږ لکه نهه اتیا زره اوه سوه تنو ته رسیدلی او تر دې د مه په درملنې پسې یو میلیون څلور لکه دوه څلویښت زره دوه سوه تنه هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .
د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس تر دې دمه کرونا ویروس په نړۍ کې څه دپاسه یو سل اولس میلیون کسان ککړ کړي چې له دوي څه دپاسه دوه میلیون او شپږلکه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .