په ایران کې نور سل کسان د کرونائي ویروس قرباني شول
په تیر شواروز کې په درست هیواد کې نور اوه زره نهه سوه اتیا کسان په کرونا ویروس ککړ شوي چې له دوي کابو نهه سوه درې شپیته کسان په روغتونونو کې بستري شوي او په ټول کې په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر هم یو میلیون اوه لکه پنځه پنځوس زره تنو ته رسیدلی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په تهران کې په درست هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو د وروستیو احصایو په اعلانولو سره وئیلي دي ، په تیر شواروز کې له بده مرغه په کرونائي ویروس ککړو نورو سلو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ، چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیریو شپیته زره درې سوه دیرشو تنو ته زیات شوی دی .
میرمن سیماسادات دغه راز ددې خبرې په کولو سره چې د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په تیر شواروز کې په درست هیواد کې نور اوه زره نهه سوه اتیا کسان په کرونا ویروس ککړ شوي چې له دوي کابو نهه سوه درې شپیته کسان په روغتونونو کې بستري شوي او په ټول کې په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر هم یو میلیون اوه لکه پنځه پنځوس زره تنو ته رسیدلی دی .