په ایران کې نور ۶۸کسان د کرونائي ویروس قرباني شول
(last modified Fri, 19 Mar 2021 11:51:36 GMT )
Mar 19, 2021 16:21 Asia/Kabul
  • په ایران کې نور ۶۸کسان د کرونائي ویروس قرباني شول

د هیوادونو د رسمي ا حصایو په اساس تر دې دمه په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس څه دپاسه یو سل دوه ویشت میلیون کسان ککړ شوي چې له دوي حڅه دپاسه دوه میلیون اولکه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دروغتیائی چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري  نن په  هیواد کې د کروناپه ویروس دککړو کسانو داحصایو په اعلانولو سره وئيلي دي ،په تیر شواروز کې  په کرونا ککړو نورو ۶۸ کسانو قربانی کیدو سره  په ایران کې تر دې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر یوشپیته زره شپږ سوه نهه پنځوس  تنو ته زیات شوی دی .

میرمن سیما سادات لاري  وئيلي دي ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې  په هیواد کې په کرونا ویروس نور اوه زره شپږ سوه شل ککړ کسان پيژندل شوي  چې له دوي  اوه سوه اوه پنځوس تنه په روغتونونو کې بستري شوي دي .

 هغې وئيلي دي ،په هیواد کې تر دې دم ه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر یو میلیون اوه لکه شپږ اتیا زره   درو سوه تنو ته زیات شوی  چې  له دوي په درملنې پسې یو میلیون پنځه لکه اته ویشت زره اوه سوه تنه ښه او له  روغتونونو رخصت شوي دي .

 د هیوادونو  د رسمي ا حصایو په اساس تر دې دمه په درستې نړۍ کې  په کرونا ویروس څه دپاسه یو سل دوه ویشت میلیون کسان ککړ شوي  چې  له دوي حڅه دپاسه  دوه میلیون  اولکه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی  دی .

 

ټیګونه