د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران لپاره د پرمخ تللي سمندري اوبتلو جوړېدا
(last modified Mon, 22 Mar 2021 11:29:11 GMT )
Mar 22, 2021 15:59 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران لپاره د پرمخ تللي سمندري اوبتلو جوړېدا

د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت د سمندري صنایعو د سازمان مشر د سپاه پاسداران د ځواکونو لپاره د دوو ډولونو اوبتلو د جوړېدو خبر ورکړ.

د ایران د دفاع وزارت د سمندري صنایعو د سازمان مشر امیر رستګاري ایرنا ته وویل: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو لپاره د درنو او سپکو اوبتلو په جوړېدو کار روان دی.

هغه زیاته کړه چي تر دې دمه یواځې د ایران د اسلامي جمهوریت فوځ له درنو او سپکو اوبتلو څخه کار اخیستل خو سښ کال د سپاه پاسداران د ځواکونو لپاره به هم اوبتلي جوړي کړو.

امیر البحر رستګاري دې ته په اشارې سره چي د دفاع وزارت د اقتصادي مقاومت یوه کامیابه بېلګه ده وویل: نه یوازې د سمندري صنایعو سازمان بلکي د د دفاع وزارت ټولي برخې له کومي بهرني مرستې پرته دفاعي محصولات جوړوي.

د ایران دفاعي صنعت توانېدلې چي د ځان په بساینې سره د تېرو څلورو لسیزو له محدودیتونو څخه د ځایي سازوسامانونو د رامینځ ته کولو لپاره د یو فرصت په توګه کار واخلي.

 

 

 

ټیګونه