Mar 24, 2021 07:39 Asia/Kabul
  • د نړیوالي ایټمي موافقې په اړه د روسي چارواکو سره د ایران د سفیر سلامشورې

په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې په تړاو د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال سره سلامشورې وکړې.

په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګئي ریابکوف سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک د پلي کېدو لپاره د نړیوالي ایټمي موافقې د غړو هیوادونو تر مینځ په همکاریو ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ټینګار وکړ چي له برجام نړیوالي ایټمي موافقې څخه د امریکې وتل له نورو هیوادونو سره د موافقې په تر لاسه کولو کې د امریکې د نه وړتیا او د نړیوالو قوانینو څخه د دې هیواد د سرغړونې ښودنه کوي.

له هغه نه وروسته چي امریکا په یو اړخیزه توګه د برجام له نړیوالي ایټمي موافقې څخه ووتۍ او اروپایانو هم په خپلو ژمنو عمل نه وکړل ایران د نړیوالي ایټمي ایجنسۍ سره په همږغۍ خپلي ایټمي ژمنې راکمې کړې.

د ایران اسلامي جمهوریت اعلان وکړ چي د بندیزونو د لیري کولو او د لوېدیځوالو له لوري د ژمنو د پلي کېدو په صورت کې به د برجام د نړیوالي موافقې د پلي کېدو چاري له سره ونیسي.

 

 

 

ټیګونه