روحانی: په علمی او ټیکنالوجیکی زمینو کې ځان بسیا ویاړمنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98642-روحانی_په_علمی_او_ټیکنالوجیکی_زمینو_کې_ځان_بسیا_ویاړمنه_ده
ښاغلی روحانی همداراز وویل د امریکا پخوانی ولسمشر ټرمپ د تاریخ له ټولو جلادانومخکې شو او هغه جنګ یې د ایرانی ملت پرضد پیل کړ چی هیڅ استثنا یې نه درلوده او د ایرانی ملت پرضد یې یو بشپړه او هراړخیزه بایکاټ شروع کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2021 08:37 Asia/Kabul
  • روحانی: په علمی او ټیکنالوجیکی زمینو کې ځان بسیا ویاړمنه ده

ښاغلی روحانی همداراز وویل د امریکا پخوانی ولسمشر ټرمپ د تاریخ له ټولو جلادانومخکې شو او هغه جنګ یې د ایرانی ملت پرضد پیل کړ چی هیڅ استثنا یې نه درلوده او د ایرانی ملت پرضد یې یو بشپړه او هراړخیزه بایکاټ شروع کړ .

د ایرنا له راپور سره سم د ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی نن  د ویډیویی کانفرنس له لارې د نوښت او پوه بنسټه پینځو ملی طرحو په پرانستونکیو دستورو کې وویل د ایرانیانو لپاره ډیره د ویاړ خبره ده چی په علمی او ټیکنالوجیکی زمینو کې ګام په ګام ځان بسیا ته په رسیدو یو .

ښاغلی روحانی همداراز وویل د امریکا پخوانی ولسمشر ټرمپ  د تاریخ له ټولو جلادانومخکې شو او هغه جنګ یې  د ایرانی ملت پرضد پیل کړ چی هیڅ استثنا یې نه درلوده او د ایرانی ملت پرضد یې یو بشپړه او هراړخیزه بایکاټ شروع کړ .

روحانی دې ته په اشارې سره هغه یو هیواد چی له کرونا یې ډیر تاوان ولیده پخپله امریکا وه ، زیاته کړه د امریکا د قانون ضد او یاغی حکومت د کرونا په پړاو کې هیڅ پام ونکړ ، هیڅ اسانتیا یې ورنکړه او هیڅ بایکاټ یې لغوه نکړ او حتی د ایران د اړتیا وړ واکسینو او درملو د اخیستلو لپاره یې هم هیڅ ډول اسانتیا نده برابره کړی .

روحانی ټینګار وکړدرسته دنیا اعتراف کوی چی د ایرانی ملت پرضد زیات نه زیات دباو د هغو هدفونو لپاره چی په نظر کې نیول شوی وو ، سل په سله ماته خوړلی ده .