د ټولو بندیزونو په ختمیدو باندې د عراقچي ټینګار
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال په خپل هیواد باندې د موجودو ټولو بندیزونو په اوچتیدو غوښتنه وکړه
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال په خپل هیواد باندې د موجودو ټولو بندیزونو په اوچتیدو غوښتنه وکړه
سید عباس عراقچي د ایران له راډیو او ټیلیویژن سره په مرکه کښې د ویانا د مذاکراتو د جزئیاتو په هکله وویل: مونږ د بندیزونو د بشړ ختمیدو غوښتونکي یو، په دې کښې هغه بندیزونه شاملیږي چې د ټرمپ په دوران کښې لګیدلي دي او هم داشان د ایټمي موافقې ټول بندیزونه هم په کښې راځي.
ښاغلي عراقچي په یوه مرحله کښې د بندیزونو په بشپړه لغو کیدو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: مونږ پر (ګام په ګام) یا (مرحله په مرحله) د بندیزونو په لرې کیدو باور نه لرو او د بندیزونو ختمیدل هم باید وآزمایو او بیا خپل اقدامات ترسره کړو، دا درې مهم اصول دي چې د ویانا په مذاکراتو کښې زمونږ دریځ دی.
عراقچي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې زمونږ لپاره مهمه ده چې کله بندیزونه ختم کړې شي نو آثار یې په عمل کښې ووینو، وویل: مثلاً که د تیلو بایکاټ ختم شي نو دا یوازې په کاغذ باندې د حکم په معنی نه دی بلکې زمونږ تیل باید خرڅ شي او د ایران د تیلو اخیستونکي وتوانیږي چې بې له هیڅ ډول ستونزې یې وپيري او باید مونږ ته ثابته شي چې بندیزونه اوچت کړی شوي دي او کله چې دغه ازمیښتونه رښتیا شي بیا به مونږ خپلې ژمنې پوره کوو.