ښځې ته لوړ انساني مقام ورکول د اسلام یو معیار دی
(last modified Sun, 18 Apr 2021 01:16:45 GMT )
Apr 18, 2021 05:46 Asia/Kabul
  • ښځې ته لوړ انساني مقام ورکول د اسلام یو معیار دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ: د اسلام د مبین دین یو معیار دا دی چې میرمنې په لوړ انساني موقعیت کښې راشي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ: د اسلام د مبین دین یو معیار دا دی چې میرمنې په لوړ انساني موقعیت کښې راشي.

ولسمشر حسن روحاني پرون د ښځو او کورنۍ د چارو له فعالانو سره په غونډه کښې په ټولنې کښې د ښځو فعالیت ته په اشارې سره وویل: د اسلام په مبین دین کښې چې ډیر ارزښت لري او په نړیواله سویه پرې ویاړ کولې شو، یو معیار یې دا دی چې ښځو ته لوړ انساني مقام ورکړې شي.

هغه زیاته کړه: میرمنې په ایران کښې اوچت مقام لري او له دغه موقعیته باید ګټه واخلو.

ولسمشر زیاته کړه: مونږ د خپلې کابینې او وزارتخانو په لوړو پوسټونو باندې له میرمنو کار واخیسته او ښځو د مدیریت په برخه کښې هم شتون لرلې دی.

د اسلامي ایران ولسمشر په مختلفو برخو کښې د میرمنو له فعال شتونه د خوښۍ په ښودلو سره وویل چې ښځې په بیلابیلو برخو کښې فعالیت کوي او له کرونا سره په مبارزه کښې یې هم په روغتونونو او کورونو کښې مهم رول لوبولې دی.

 

ټیګونه