-
د میلادالنبي په مناسبت د اسلامي هیوادونو مشرانو ته د ایران د ولسمشر پیغام
Aug 30, 2026 07:38د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم د مبارک زېږون د کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې د اسلامي امت ترمنځ د یووالي او پیوستون پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د نړۍ او اسلامي هېوادونو د امنیت، عدالت او سولې د ټینګښت لپاره یې د حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم له ارزښتناک سیرت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
-
عراقچي: امریکایي مصرف کوونکې د انرژیو په مارکیټ کې د لاسوهنو بیه ورکوي
Aug 30, 2026 07:35پارس تودی- د ایران خارجه وزیر د انرژیو په نړیوال مارکیټ کې د امریکا د لاسوهنو په غبرګون کې وویل: د امریکا خلګ به د دې لاسوهنو بیه ورکړي.
-
د پوځ لوی درستیز امیر حاتمي:: د دښمنانو په مقابل کښې په اقتدار سره ولاړ یوو
Aug 29, 2026 13:38پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ لوی درستیز وویل: دښمن هڅه وکړه چې د ایران د توغندیو او د بېپیلوټه الوتکو ظرفیت له منځه یوسي، خو دغه توغندي او ډرونونه تر وروستۍ شېبې پورې په ډېر شدت سره د دښمن پر لور وتوغول شول.
-
حسیني: امریکا یو شمېر هېوادونه په لنډ وخت کې اشغال کړل، خو د ایران پر وړاندې هېڅ ونه شو کړای
Aug 29, 2026 15:15په کابل کې د ایران سفارت د فرهنګي چارو مسوول، ډاکټر سید روحالله حسیني، په يوه غونډه کې د ایران او هغو هېوادونو ترمنځ توپیرونو ته اشاره کړې چې په تېرو کلونو کې د امریکا له لوري اشغال شوي دي.
-
په ترکیه کې د ۴ اړخیزو سیالیو د اوبو د توپ لوبو اتلولي ایران وګټله
Aug 29, 2026 13:54پارستوډی- د ایران د اوبو د توپ ملي لوبډلې په ترکیه کې په ۴ اړخیزو سیالیو کې د ګالاتاسرای لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقام خپل کړ.
-
د جرمني د مالیې وزیر ټرمپ ته په خطاب کښې : له ایران سره غیرمسوولانه جګړه پای ته ورسوه
Aug 29, 2026 13:19پارستودي- د جرمني د مالیې وزیر له ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې له ایران سره خپله «غیرمسوولانه» جګړه پای ته ورسوي.
-
شننه | په متحده عربي اماراتو کې د ارزانه ډرونونو تولید په کومه تګلاره ترسره کېږي؟
Aug 29, 2026 13:09پارسټودی ــ د نیویارک ټایمز تازه راپور په متحده عربي اماراتو کې د دفع هوا ډرونونو د تولید د یوې فابریکې د جوړېدو خبر ورکوي، چې په لوېدیځه اسیا کې د دفاعي او اقتصادي معادلو له بنسټیز بدلون څخه پرده پورته کوي.
-
په زنجان کې د ایران د ملي خوړو او لاسي صنایعو جشنواره پای ته ورسېده
Aug 29, 2026 12:39د ایران د نولسمې ملي «ایراني آش» جشنوارې او د شلم ملي لاسي صنایعو او دودیزو هنرونو نندارتون د جمعې په ورځ، د وږي پر ۶مه، د زنجان په کاسپین نړیوال نندارتون کې پای ته ورسېد.
-
تفسیر | ولې د ایران د ملت پر ضدد امریکا اقتصادي تروریزم د بشریت پر وړاندې د جنایت بېلګه ده؟
Aug 29, 2026 12:37پارس ټوډې ــ د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا اقتصادي تروریزم، د بشریت پر وړاندې جنایت بللی دی.
-
د هرهغه څه ترسره کول چې د ولس د ټولنیز انسجام په تاوان وي،منع دي
Aug 29, 2026 05:17پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب رهبر د حکومت د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې د حکومتت د وړ او ښو اقداماتو، په تیره بیا د څوارلسم حکومت د صادق او د خلکو د خیر غوښتونکي ولسمشر، قدرداني وکړه او وې ویل چې دغه اقدامات د امریکائي ـ صهیونیسټي دښمن له بېلابېلو محدودیتونو او دسیسو، د بندیزونو له زیاتېدو او کلابندیو سره سره ترسره شوي دي. هغه په ټینګار سره وویل: په قاطعیت سره اعلانوم؛ د هر هغه څه ترسره کول چې د ټولنیز انسجام پر زیان وي، ممنوع دي.»