-
ټرمپ ناروغه دی او د ارواپوهانو په سپارښتنه باید درملنه ئې وشي
Aug 29, 2026 05:28پارسټوډي ــ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هرمز تنګي په اړه د امریکا د کرغیړن ولسمشر ټرمپ د هغه څه په وړاندې غبرګون وښود چې هغه وَهمي څرګندونې وبللې.
-
عراقچي: امریکا باید یو ساده حقیقت درک کړي؛ دباو نتیجه نه ورکوي
Aug 28, 2026 14:13پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي تهران ته د قطر د لومړي او د بهرنیو چارو د وزیر له سفر څخه وروسته په ایکس پاڼه کښې ولیکل: امریکا باید په یوه ساده حقیقت پوهه شي چې فشار نتیجه نه ورکوي.
-
عزیزي: امریکا د ایران د شرطونو له منلو پرته بل هیڅ لاره نلري
Aug 28, 2026 14:35پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیټۍ مشر امریکا ته په یوه پیغام کښې ولیکل:تاسو په خپله پوهیږئ چې د ایران د شرطونو له منلو پرته بل هیڅ لاره نلرئ.
-
عراقچي: د کب د میاشتې له نهمې نیټې مخکې حالت ته د هرمز اوبلارې ورستنیدل مکمن نه دي
Aug 28, 2026 11:42پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قطر د باندنیو چارو له وزیر سره په کتنه کښې د سیمې او د هرمز اوبلارې اوسنی حالت په ایران باندې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د پوځي تیري نتیجه وباله
-
قالیباف: د ایران پرضد به د امریکا اقتصادي کلابندۍ بې نتیجې وي
Aug 28, 2026 11:10پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د قطر له لومړي او خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره په کتنه کښې د اسلام اباد د تفاهم د یادښت په اجرا کولو کښې د امریکا د ژمنو خلاف ورزیو او د ایران پرضد د اقتصادي کلابندۍ ته په اشارې سره وویل:د ایران پرضد د واشنګټن اقتصادی دباونه به بې نتیجې وي او د ایران ملت به په عزت سره خپل حقونه بیرته واخلي.
-
جنرال رضايي: د هرمز اوبلارې خلاصیدل د امریکا لخوا د ایران د شرطونو له منلو سره اړه لري
Aug 28, 2026 10:51پارس ټوډې- د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر جنرال محسن رضايي د هرمز اوبلارې په کامل ډول خلاصیدل په لویدیځه اسیا په تیره بیا لبنان او غزې کښې د جنګونو د بندولو لپاره د هڅې په شمول د امریکا لخوا د ایران د شرطونو له اجرا کولو سره مرتبط وبلل.
-
قالیباف: دښمن به په هر اړخیزه اقتصادي جګړه کې ماتې وخوري
Aug 28, 2026 05:39پارس ټوډی – د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس وايي، هېواد یې په یوه هر اړخیزه اقتصادي جګړه کې دی او د ده په وینا، دښمن به په دې هر اړخیزه اقتصادي جګړه کې ماتې وخوري.
-
په ارمنستان کې د هارویان جام په نړیوالو ازادو غېږ نیولو سیالیو کې د ایران ۱۴ رنګارنګ مډالونه
Aug 28, 2026 05:34پارس ټوډی – د ایران د ازادو غېږ نیولو منتخب ټیم په ارمنستان کې د هارویان جام په نړیوالو ازادو غېږ نیولو سیالیو کې ۴ د سرو زرو، یوه د سپینو زرو او ۹ د برونزو مډالونو په ګټلو سره خپل کار پای ته ورساوه.
-
پاکنژاد: مشتریانو ته د ایران د تېلو سپارل دوام لري
Aug 28, 2026 05:28پارس ټوډی ـ د ایران د نفتو وزیر وايي، ایران خپل خام نفت د خپل قلمرو له سمندري اوبو څخه بهر، په لرې سمندري سیمو کې لا هم پلوري او مشتریانو ته یې سپاري.
-
په مسکو کې د ابنسینا درناوی؛ د ګډ میراث په اړه د ایران او تاجکستان د ګډو هڅو اړتیا
Aug 28, 2026 05:07پارس ټوډی – په مسکو کې د «د طب د پراختیا په برخه کې د ابنسینا ونډه: علمي آثار، نظریې او عملي کار» تر سرلیک لاندې په یوه نړیوال علمي کنفرانس کې ګډونوالو د ایران، تاجکستان او د سیمې د نورو هغو هېوادونو ترمنځ چې ګډ تاریخ او نږدې کلتور لري، د ګډ میراث په اړه پر ګډو او همغږو هڅو ټینګار کړی دی.