-
بقایي: د اسلام آباد هوکړه لیک په ټولو محاذونو کښې د جنګ په خاتمې تمرکز لري؛ په راتلونکو ورځو کښې د هوکړې د لاسلیکیدو امکان شته دی
Jun 14, 2026 06:22پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د اسلام آباد هوکړه چې تعقیبونه یې روانه ده، په ټولو جبهو کښې د جنګ په خاتمې تمرکز لري او په دې پړاو کښې پریکړه شوې چې په ایټمي موضوع هیڅ بحث ونه شي.
-
د شهید رهبر د الوداع، جنازې او تدفین د مراسمو جزئیات اعلان شول
Jun 14, 2026 05:31پارس ټوډی- د شهید مجاهد امام حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د بدرګې، جنازې او خاورو ته یې د سپارلو د دستورو جزئیات اعلان شول.
-
د امریکا او اسرائيلو په تپلي جنګ کې مو سټراټیژیکه بریاترلاسه کړې
Jun 13, 2026 11:35پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل؛په وروستي جنګ کې مو د امریکا او صهیونیسټي رژیم په وړاندې سټراټیژیکه بریا ترلاسه کړه، البته باید د میدان نتیجې د مذاکراتو له لارې تثبیت شي.
-
سیاسي تبصره: د مذاکره کوونکي ټیم ملاتړ یوه عقلي او ملي دنده
Jun 13, 2026 15:08د اسلامي ایران د ځوانانو ګوند عمومي منشي د مذاکره کوونکي ټیم ملاتړ یوه قانوني، عقلي او ملي دنده وبلله او ویې ویل: د مذاکره کوونکي میز تر شا باید لکه د جنګ د محاذ ترشا، یوموټي اودریږو ترڅو دښمن پوه شي چې د ایران ولس د خپلو ګټو په دفاع کښې، که هغه د جنګ پ میدان کښې وي او که د ډیپلماسۍ په ډګر کښې، هیڅکله تیت پرک او ډلې ډلې نه کیږي.
-
اژه اي: په امریکایانو بیخي باور نه لرو
Jun 13, 2026 13:11د ایران د قضائیه قوې مشر د ۱۲ ورځني جنګ د کلیزې په مناسبت وویل: په ۱۲ ورځنۍ مقدسې دفاع کښې د ایران د وسله والو ځواکونو ټولې قواوې او برخې د ټولو قواو د مشر قومندان او زمونږ د شهید امام حضرت خامنه اي تر اوامرو لاندې وځلیدلې.
-
د ایران د محصلینو فرنګي غېږنیونکو د نړۍ اتلولي خپله کړه
Jun 13, 2026 12:51پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د محصلینو د فرنګي کشتیو ملي لوبډلې د برازیل د محصلینو په نړیوالو سیالیو کې د ۹ بېلابېلو مډالونو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ مقام خپل کړ.
-
جنرال عبداللهي: نړۍ به ډیر د ایران د بریا غږ واوري
Jun 13, 2026 12:21پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا(ص) د مرکزي قرارګاه قومندان په میدانونو او سړکونو کښې د اسلامي ایران د ولس کلک شتون، د وسله والو ځواکونو مضبوطه اډانه وبلله او ویې ویل: نړیوال به ډیر زر په دنیا کښې په تیري ګر او ترهګر دښمن باندې د مقاومت د غلبې او د ایران او ایراي د بریالیتوب انګازې واوري.
-
د ایران د پارلیمان د ملي امنیت د کمیشن مشر: د ایران خلکو او جیوپالیټک، د دښمن محاسبات ګډوډ کړل
Jun 13, 2026 11:36پارس ټوډی- د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر په وروستیو بدلونونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د خلکو، وسله والو ځواکونو او سټراټیجک موقعیت په ټاکونکي رول باندې په ټینګار سره وویل: د قدرت دغو دریو مؤلفو د هیواد خلاف د دښمنانو ډیر پلانونه او محاسبات له ماتې سره مخامخ کړي دي.
-
د ایران له خبر شبکې سره د سیدعباس عراقچي د ځانګړې مرکې ۱۰ مهم ټکي
Jun 13, 2026 07:29د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دې هېواد له خبر ټلویزیوني شبکې سره یوه ځانګړې مرکه ترسره کړې چې ۱۰ مهم ټکي یې په لاندې ډول دي.
-
امریکا دې له کومې پلمې پرته په ورکړل شویو ژمنو عمل وکړي
Jun 13, 2026 06:51د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر د ډونالډ ټرمپ د تشو ادعاوو په غبرګون کې، په ایکس ټولنیزه شبکه کې په انګلیسي ژبه په خپل شخصي حساب کې ولیکل: پر هغو ژمنو چې ورکړل شوې دي باید عمل وشي، پرته له هر ډول اما، که او پلمې څخه.