-
رئیسي : په غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي
Nov 06, 2023 08:49رئیسي په دې خبرې سره چې په غزې تړانګه کښې د اوربند په رامینځته کولو کښې د امریکا د مرستې ادعا دروغ ده څرګنده کړه: امریکا د ملګرو ملتوپه امنیت شورا کښې وړاندیز شوی پریکړه لیک ویټو کوي او په حقیقت کښې د فلسطین د خلکو د وژلو لپاره د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي.
-
د صیهونیسټی وزیر د ایټمی بم د کارولو ګواښ د دغه رژیم د واقعي ماتې نښه ده
Nov 06, 2023 08:05د ملګرو ملتو امنیت شورا او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید د اسراییلو د وحشیانه او توکمپاله رژیم د بې وسلې کولو لپاره سمدستي او پرته له کوم خنډ عمل وکړي، سبا ډیر ناوخته دی.
-
د ایران د تفتان سیمې ښکلی طبیعت
Nov 06, 2023 14:09تفتان د ایران په جنوب ختیځ کې یو له لرغونو ښکلو سیمو ده چې هر کال په مختلفو موسمونو کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ځانته را اړوي. دغه سیمه د مختلفو طبي ډولونو په څیر ښکلي غرونه او بوټي لري چې د دې سیمې د مشهورو انواعو په توګه یادیږي.
-
ملا برادر د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره کتنه وکړه
Nov 06, 2023 12:33د طالبانو د حکومت د موقتې کابینې اقتصادي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر احمد وحیدي سره کتنه او د افغانستان او ایران د ګاونډیو هېوادونو دملګرتیاو په اړه یې د نظر تبادله وکړه .
-
په غزې باندې بریدونه سمدستي ودروئ
Nov 06, 2023 03:56د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر امریکا ته خبرداری ورکړ چي ژر تر ژره په غزې باندې جنګ ودروي که نه وي نو له سختو ګوزارونو سره مخ شي.
-
د ایران ولسمشر د عیسویانو له مشر پاپ سره په تماس کې د غزې په وړاندې د هغه د غبرګون غوښتونکی شو
Nov 06, 2023 03:52د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د عیسویانو له معنوی مشر پاپ فرانسیس سره په تماس کې وویل: په لوېدیځو هیوادونو کې د پاپ اهمیت ته په کتو سره، له تاسو غواړو چي د اسرائیل رژیم ملاتړو غربي هیوادونو ته په غزې باندېد جنایاتو د بندولو لپاره خبرداری ورکړئ او په دغه مساله کې د مظلوم او ظالم په هکله وضاحت ورکړئ.
-
د ایران خارجه وزیر له ملګرو ملتونو، بریکس ډلې او شانګهای سازمان څخه د صهیونیست رژیم په ضد د سملاسي اقداماتو غوښتونکی شو
Nov 06, 2023 03:50د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په دریو جلا لیکونو کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش، د بریکس ډلې له بهرنیو چارو وزیرانو او د شانګهای د همکاریو د سازمان له سرمنشي څخه غوښتنه وکړه چي په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو د بندولو لپاره سملاسي اقدامات وکړي.
-
د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د یوه اقتصادي پلاوي سفر
Nov 05, 2023 12:33د افغانستان اقتصادي پلاوی د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اقتصادي او سوداګري ملګرتیاؤ د پراختیا د لاروچارو د څیړنې په موخه تهران ته سفر راکړی دی.
-
د ایران له خارجه وزیر سره د طالبانو د اقتصادي پلاوي کتنه
Nov 05, 2023 11:52د افغانستان د طالبانو د حکومت د موقته کابینې مرستیال چې د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته راغلی دی، د ایران له خارجه وزیر سره یې ملاقات وکړ.
-
د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي له امیر عبداللهیان سره وکتل
Nov 05, 2023 11:43د یمن لپاره د ملګرو ملتود سرمنشي ځانګړي استازي چې تهران ته په سفر راکړی دی، د ایران له خارجه وزیر سره یې ملاقات وکړ.