-
د ایران د فوتسال ملی ټیم د څوارلسم ځل لپاره د آسیائي ملتونو د جام اتل شو
Feb 08, 2026 08:12پارس ټوډې – د ایران د فوتسال ملی لوبډله په یاد پاتیکیدونکي ټيټې هسکې لرونکې پاي لوبې چې آسیائي ملتونو د فوتسال آسیائي جام د کوربه انډونیشیا له ملی لوبډلې سره ئې ډغره وهله، د ۲۰۲۶ کال د آسیائي ملتونو د جام اتله شوه.
-
د ایران له امنیتي وړتیاو څخه د اندېښنیې د امله د جرمني د امنیتي تابیاو زیاتوالې
Feb 08, 2026 04:00د جرمني امنیتي چارواکو او قانون جوړونکو د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران پر وړاندې د اروپا اتحادیې د اقدام او د هغې په مقابل کې د ایران له لورې د ترهګرو په لیسټ کې د اروپایي هیوادونو د پوځ شاملېدو ته په کتو سره، ادعا کړې چې د جرمني پوځ د ایران د استخباراتي ارګانونو تر زیاتېدونکي څار لاندې دی، نو ځکه خپل خبرداری او څارنه لوړه کړې ده.
-
په غزې کې د شهیدانو شمېر ۷۲ زرو څخه واوښتی
Feb 08, 2026 03:58په غزې کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چي د اسرائیل رژیم د بریدونو په پایله کې د شهیدانو شمېر ۷۲ زره او ۲۷ تنو ته رسېدلی دی.
-
د سوریې په قنیطریې ولایت باندې د صهیونیستي رژیم د یرغلونو دوام
Feb 08, 2026 03:55خبري سرچینو راپور ورکړ چې د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د شنبې په ورځ هم د سوریې په جنوب کې القنیطره باندې پراخ بریدونه کړې دي.
-
په سوډان کې د اماراتو د لاسپوڅو ځواکونو په خلاف د سعودي عربستان اعلامیه
Feb 08, 2026 03:52د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په سوډان کې د کویک په روغتون او په کردفان ولایت کې په مرستندویې کاروان او د بې ځایه شویو په موټرانو باندې د امارات تر ملاتړ لاندې د چټک غبرګون ځواکونو د برید په غندلو سره، دا اقدامات یې جنایتکارانه بللی دی.
-
په ایټالیا کې د معترضینو او پولیسو تر مینځ نښته شوې
Feb 08, 2026 03:48زرګونه خلک د ایټالیا د میلان په ښار کې د شنبې په ورځ د کور د لوړو لګښتونو او په ژواک او چاپېریال باندې د ژمني المپیک لوبو لپاره د پروژو په اغیزو باندې اعتراض وکړ چې له پولیسو سره د نښتې سبب شو.
-
نتانیاهو د چهار شنبې په ورځ له ټرمپ سره ملاقات کوي
Feb 08, 2026 03:46د بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان وکړ چې د اسرائیل رژیم لومړی وزیر به د چهارشنبې په ورځ له ټرمپ سره وګوري.
-
د طالبانو د اقتصاد مرستیال وزیر د ایران او امریکا ټکر د حق او باطل مقابله وبلله
Feb 08, 2026 03:41د طالبانو د حکومت د اقتصاد مرستیال وزیر ډاکټر عبداللطیف په کابل کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د ۴۷ کلیزې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په سیمه کې اوسني پېښې یوازې سیاسي او جیوپولیتیک شخړې نه دي، بلکې د مذهبي او ستراتیژیک لید له مخې، د حق جبهې او باطل جبهې ترمنځ جوړښتي ټکر دی.
-
د ټرمپ فردي تېروتنه که سیستماتیک نژادپالنه؟
Feb 07, 2026 13:50پارسټوډی – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په پنځمه، په ټروت سوشال میډی کې په خپله شخصي پاڼه یو ویډیو خپره کړه چې پکې داسې کلیپ شامل و چې د امریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما او د هغه مېرمن، پخوانۍ لومړۍ مېرمن میشل اوباما، یې د بیزوګانو په بڼه انځور کړي وو.
-
له وېرې تر توطیې؛ امریکايي استخباراتي افسر: د ایران د توغندیو پر وړاندې د واشنګټن الوتکوړونکې بېړۍ زړې او بېګټې شوي دي
Feb 07, 2026 13:40پارس ټوډی – د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني استخباراتي افسر او د ملګرو ملتونو پخواني د وسلو تفتیش کوونکي، د ایران او امریکا د مذاکراتو په اړه په خپل تحلیل کې ټینګار کړی چې ټرمپ تر ایران ډېر دې خبرو ته اړتیا لري.