تازه خبرونه
  • داعش ډلې د پاکستان د ځان وژونکي حملې مسوولیت پرغاړه واخیست

    داعش ډلې د پاکستان د ځان وژونکي حملې مسوولیت پرغاړه واخیست

    Feb 07, 2026 01:09

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی داعش ترهګرې ډلې د پاکستان په اسلام اباد کښې په ترلايي سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په حضرت خدیجه سلام الله علیها جومات کښې د ترهګرې حملې مسوولیت پرغاړه واخیست.

  • په پاکستان کښې په جنایتکارانه حملې کښې د امریکا لاس ښکاره دی

    په پاکستان کښې په جنایتکارانه حملې کښې د امریکا لاس ښکاره دی

    Feb 07, 2026 00:48

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر د پاکستان په پلازمیني اسلام اباد کښې په «ترلايي» سیمه کښې په «حضرت خدیجه الکبری سلام الله علیها» جومات کښې حمله چې لسګونو کسان یې شهیدان او ژوبل کړي دي یوه خائنانه او جنایتکارانه حمله وبلله چې د امریکا لاس پکښې ښکاره دی.

  • مصر او قطر د ایران او د امریکا د اټومي خبرو ملاتړ وکړ

    مصر او قطر د ایران او د امریکا د اټومي خبرو ملاتړ وکړ

    Feb 07, 2026 00:36

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی مصر او قطر په جلا جلا خبر پاڼو کښې د عمان هیواد په مینځګړیتوب سره په مسقط کښې د ایران او د امریکا ترمینځ د اټومي خبرو هرکلی او ملاتړ وکړ.

  • ایران د یورانیمو د بډایه کولو د درولو په تړاو د امریکا غوښتنه رد کړه

    ایران د یورانیمو د بډایه کولو د درولو په تړاو د امریکا غوښتنه رد کړه

    Feb 07, 2026 00:19

    زمونږ خبریال راپور راکړی یوه سیمه‌ییز ډیپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز اژانس ته ویلي چې ایران په عمان کې د مذاکراتو پر مهال د امریکا هغه غوښتنه رد کړې، چې په خپله خاوره کې دې د یورانیمو بډایه کول ودروي.

  • په مسقط کښې د ایران او د امریکا ترمینځ ډيرې جدي خبرې وشوې

    په مسقط کښې د ایران او د امریکا ترمینځ ډيرې جدي خبرې وشوې

    Feb 07, 2026 00:12

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عمان د باندنیو چارو وزیر «بدر البوسعیدي» د مسقط په مینځګړیتوب سره د ایران او د امریکا ترمینځ د ډیرو رغنده او جدي خبرو اترو د ترسره کولو خبر وررکړ او ټینګار یې وکړ دغو خبرو اترو د دواړو هیوادونو د نظرونو د روښانه کیدا او د پرمختګ د لارو له پيژندلو سره مرسته کړې ده.

  • د پاکستان جاسوسۍ ادارې د اسلام اباد ځانمرګی برید پلان کړی

    د پاکستان جاسوسۍ ادارې د اسلام اباد ځانمرګی برید پلان کړی

    Feb 07, 2026 00:02

    زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل وايي، په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شیعه وو په جومات کې شوي ځانمرګی برید د پاکستان د څارګرې ادارې ايي ایس ايي(ISI) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی.

  • افغانستان د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ځان وژونکي حمله وغندله

    افغانستان د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ځان وژونکي حمله وغندله

    Feb 06, 2026 23:39

    زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو خارجه وزارت د پاکستان د اسلام اباد په «ترلایي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات او امامباړې کښې د جمعې د لمانځه په وخت د یوه ترهګر لخوا چې د خیبر پښتونخوا سیمې وسیدونکی دی حمله وغندله او د لمونځ ګزارو د شهادت او د ژوبلیدا په هکله یې غمرازي څرګنده کړه.

  • د اسلام اباد په امامباړې کښې ځان وژونکی پاکستانی و

    د اسلام اباد په امامباړې کښې ځان وژونکی پاکستانی و

    Feb 06, 2026 23:24

    زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل د اسلام اباد په «ترلايي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات او امامباړې کښې پرون د جمعې ورځې د لمانځه په وخت ځان وژونکي حمله کونکی دوه دیرش کلن یاسر د پاکستان ښاریز و کوم چې څه موده مخکې افغانستان ته تللی و. هغه د پیښور وسیدونکی و او پولیسو د هغه څلور نږدې ملګري نیولي هم دي.

  • د هر  ډول خبرو اترو ضرورت له ګواښ او دباو څخه ډډه کول دي

    د هر ډول خبرو اترو ضرورت له ګواښ او دباو څخه ډډه کول دي

    Feb 06, 2026 22:57

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایرنا خبري اژانس پوښتنې ته په ځواب کښې دې موضوع ته په اشارې سره چې د امریکا او د ایران د خبرو اترو موضوع یوازې اټومي مسله ده وویل