-
شهید رهبر د حضرت امام حسین(ع) لاره تعقیب کړه
Jul 08, 2026 14:20د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ د سیاسي دفتر غړي د معظم رهبر امام خامنه اي د شهادت د عاشورا له پېښې سره په پرتله کولو سره وویل؛ لکه څنګه چې امام حسین(ع) د خپل شهادت له لارې هغو لاسته راوړنو ته ورسېد چې د ژوند په مهال ئې د تحقق امکان نه ؤ، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر شهادت هم د مقاومت جبهه لا پیاوړې کړه او د ایران د ملت یووالی ئې نور هم ټینګ کړ.
-
په بحرین کې د امریکا د ترهګریز فوځ په اډو باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ د بې پیلوټو الوتکو بریدونه
Jul 08, 2026 13:10پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهویت فوځ اعلان وکړ چي په بحرین کې د امریکا د ترهګریز پوځ د ځواکونو د غونډېدو مرکزونه په بې پیلوټو الوتکو سره په نښه شول.
-
نجف د اسلامي انقلاب د شهید رهبر په ویر کې؛ د جنازې په مراسمو کې د عراق د خلګو پراخ حضور+ انځورونه
Jul 08, 2026 12:51پارس تودی – د نجف اشرف په ښار کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د عراق د خلکو پراخ حضور، یو ځل بیا د ایران او عراق د ولسونو ژورې اړیکې او یووالی نندارې ته وړاندې کړ. دغه مراسم د ګڼ شمېر ماتم والو، سیاسي او مذهبي شخصیتونو په ګډون او د پراخو امنیتي او خدماتي تدابیرو په ړنا کې ترسره شول.
-
د اسلامي انقلاب د شهید رهبر په جنازې کې میلیوني ګډون د مقاومت د دښمنانو ارزونې ګډې وډې کړي
Jul 08, 2026 12:35پارس تودی- د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړی، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د ایران د خلکو پراخ حضور ته په اشارې سره، وویل، چې دغه ګډون مهم ستراتیژیک او سیاسي پیغامونه لري. هغه زیاته کړه، د ایران د خلکو میلیوني ګډون د امریکا او صهیونیستي رژیم هغه محاسبې شنډې کړې، چې ګواکې د شهید رهبر له ترور وروسته به د مقاومت له محور څخه ملاتړ پای ته ورسېږي.
-
د شهید رهبر د جنازې څو میلیوني مراسم؛ پیغامونه او کړن لارې(تبصره)
Jul 08, 2026 12:05پارس تودی- د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت ایت الله خامنه ای پیکر د ایران د خلګو په میلیوني حضور او همدارنګه په تهران او قم کې د سیمې د هیوادونو د ځینو خلګو په ګډون سره، تر سره شو.
-
د ایران د اسلامي شورا مشر: د امریکا د زورواکۍ دوره پای ته رسېدلې ده
Jul 08, 2026 11:57پارس تودی – د ایران د اسلامي شورا رئیس، د امریکا له خوا د تفاهم د یادداشت د سرغړونې په غبرګون کې وویل: د زورواکۍ او باج غوښتنې دوره پای ته رسېدلې ده؛ تاسو هېڅ ځای ته لار نه باسئ.
-
په عراق کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې مراسم پیل شول+انځورونه
Jul 08, 2026 11:36پارس تودی- د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې مراسم د عراق د نجف اشرف په ښار کې د عزادارانو د ستر ګډون په حضور کې پیل شوي دي.
-
سرلښکر رضايي: د ایران د خلکو سپېڅلې غوسه له ویښتیا سره مله شوې ده / د شهید رهبر د وینې غچ به واخیستل شي
Jul 08, 2026 11:35پارس تودی- د ایران د سپاه پاسداران د اته کلنې سپېڅلې دفاع د دورې قوماندان، سرلښکر محسن رضايي، د شهید رهبر د جنازې پرتمین مراسم تاریخي وبلل او په غچ اخیستلو باندې په ټینګار سره ویې ویل، د ایران د خلکو سپېڅلې غوسه له ویښتیا سره یوځای شوې او نن د ایران ولس د انقلاب د لومړیو په شان په صلابت سره د مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیل نعرې وهي.
-
په امریکا کې له اسرائیلو څخه ملاتړ کم شوی؛ د ډیموکراټانو ترمنځ ژور اختلاف
Jul 08, 2026 11:30پارس تودی- د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې په امریکا کې له اسرائیلو دودیز او ګوندي ملاتړ د پام وړ کم شوی.
-
د عراق په نجف ښار کې د انقلاب د شهید رهبر د جنازې مراسم جریان لري
Jul 08, 2026 09:18پارس ټوډی – د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې مراسم د عراق د نجف اشرف په ښار کې د ماتم کوونکو د ستر او پراخ ګډون په حضور کې جریان لري.