له نیواکګر رژیم سره په موافقه کښې د مقاومت اهداف پوره شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i133020
د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي زیاد النخاله له نیواکګر رژیم سره د اوربند په موافقه کښې د مقاومت د اهدافو د پوره کیدو خبر ورکړ
(last modified 2023-05-18T02:00:06+00:00 )
May 18, 2023 06:26 Asia/Kabul
  • له نیواکګر رژیم سره په موافقه کښې د مقاومت اهداف پوره شوي دي

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي زیاد النخاله له نیواکګر رژیم سره د اوربند په موافقه کښې د مقاومت د اهدافو د پوره کیدو خبر ورکړ

د ایرنا د خبر له مخې، النخاله تیره شپه په دې خبرې سره چې مقاومت په غزې باندې له تیري وروسته د اوربند په موافقه کښې د اسرائیلو په نیواکګر رژيم باندې یو پوخ او روښانه سند وروتپه، وویل: د اوربند د موافقې فاینل متن چې د اسرائیلو رزیم پر نیواکګرو تحمیل شو، پیاوړی او روښانه و او د شهیدانو وینه یې د عملي کیدو لامل شوه.

د فلسطین د جهادِ اسلامي غورخڼګ عمومي منشي زیاته کړه: مونږ په سیاسي جنګ کښې ښه کړنلاره درلوده او یوه پياوړې معادله مو وروتپله.

د ویلو ده چې د اتوار په شپه د مصر په مینځګړیتوب، د فلسطین د مقاومتي ځواکونو او د صهیونیسټي رژیم ترمینځ د اوربند موافقه شوې وه.