Mar 18, 2024 14:38 Asia/Kabul

امریکا په دې وروستیو کې حوثیان (د یمن انصارالله) د اسراییلو د نسل وژنې د مخنیوي لپاره د دوی د هڅو په دلیل د یو ترهګر سازمان په توګه معرفی کړی، خو امریکا ولې یاد اقدام کړی؟

امریکا ولې د یمن انصارالله د ترهګرو په توګه معرفي کړي؟

امریکا په دې وروستیو کې حوثیان (د یمن انصارالله) د اسراییلو د نسل وژنې د مخنیوي لپاره د دوی د هڅو په دلیل د یو ترهګر سازمان په توګه معرفی کړی، خو امریکا ولې یاد اقدام کړی؟

 د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپله بیانیهکې د دغه اقدام د اصلي دلیل په سپړلوکی څرګنده کړې ده چې دغه پرېکړه د يمن د حوثیانود اقدام په خاطر چې اصلي نوم يې انصارالله دی په سره سمندر کی د اسرائيلي کښتيو او همدارنګه هغه کښتۍ چې منزل یې نیواکي ټاټوبي دی ، د تېرېدو مخنيوي کړی دی .

اوس پر انصارالله د بندیزونو رسمي هدف د ملګرو ملتونو د نسل وژنې د کنونشن د لومړۍ مادې پلي کول دي او په دې کنونشن کې د یمن غړیتوب ته په پام سره انصارالله په دې باوری  دی چې دوی ژمنتیالري چې اسرائیلو ته د وسلو او نورو تجهیزاتو د لېږد مخه ونیسي، ځکه چې دغه رژیم په نسل وژنه اخته دی .

اوس دا بندیز چې بیا د نسل وژنې د مخنیوي لپاره برابرشوی، د امریکا د تعریف  په اساس  د ترهګرۍ یوه ښکاره بیلګه پیژندل کیږي. سخته ده چې پوه شو چېدغه موضوع باید له چیرته پیل کړو . ځکه امریکا په دې باور ده چې ترهګر هغه څوک نه دي چې نسل وژنه یې کړې او نه هم هغه څوک چې دغو نسل وژونکیو ته وسلې ورکوي. بلکې هغوی ترهګر دي چې د دې نسل وژنې د مخنیوي هڅه کوي.

امریکا په دې ډلبندۍ کښې هم د انصارالله د ترهګروالی بل اړخ  ته اشاره کړې ده چې د هغوی لخوا د بار وړونکو کشتیو د  لارو بندول د نړۍ د  ازاد تجارت په  بهیرکی ګډوډ ی رامینځته کړیدی. خو دا امریکا ده چې تل د نړۍ د ازاد تجارت بهیر ګډوډوي. امریکا  داسی قوانین لري چې شرکتونه لهځینو هیوادونو سره د محصولاتو له  سوداګرۍ منع کوي. امریکا په نړیوال بانکي سیستم باندې له خپل کنټرول په استفادېسره ټول هیواد ته د نړیوالو پیسو او کریډیټ د لاسرسي مخه نیسي. د امریکا بل سیاست  دا دی چې د هغو هېوادونو سرچینې او شتمنۍ وتړي چې ورسره دښمني لري.

د لارې د بندولو په خاطر د انصارالله ترهګر بلل هم ډېر مسخره کار دی، ځکه چې د ډېرو په اند، امریکا تر دې مخکې پر کیوبا او وینزویلا دوه (۲) یواړخیزه اقتصادي بندیزونه لګولي دي. او د انصارالله په اپوټه چې د اسرائیلو د تګ راتګ او  د هغه په لاس د خلکو د وژنې مخنیوې کوي ،  ، د امریکا په وسیله د وینزویلا بایکاټ  د زرګونو خلکو د وژل کیدو سبب شوي دي. اټکل کیږي چې په وینزویلا د امریکا بندیزونه  د څه د پاسه سل زره وینزویلایانو د  وژلي  سبب شوي دي. ځکه چې بندیزونو د وینزویلا د تجارتي شریکانو لپاره له  امریکا سره تجارت غیرقانوني بللی دی اوپه  نتیجه کې  سبب شوی چی شرکتونه  له  وینزویلا سره تجارت  بنده کړې. د دې اقدام په نتیجه کې په دغه هیواد کې دسونګو او درملو په څیر د محصولاتو کمښت رامنځ ته شوی دی.

انصارالله په غزه کې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره د کښتیو د تیریدو مخنیوی کوي. په داسې حال کې چې د امریکا د بندیزونو هدف دنظر وړ هیوادونو هر اړخیزه سزا کول او لوږې ورکول دی او دا هم د نسل وژنې یو ډول  ،ګڼل کیدی شي. خو انصارالله چې درې کاله وړاندې د بایډن په حکومت کې د بهرنیو ترهګرو له لیسټ  ویستل شوی و، اوس یو ځل بیا ترهګر اعلان شوی دی. ځکه چې د دوی اقدامات  د سپینې ما ڼۍپه وینا ، د بار وړلو په لیږلو کې د اونیو ځنډ لامل شوي.

د ترهګر په توګه ډلبندۍ کول واقعا مسخره ده. خو د انصارالله ترهګر ګڼل له ترهګرۍ سره هېڅ تړاو نه لري. انصارالله د ترهه ګرو اعمالو د ترسره کولو په خاطر نه سزا کیږي. دوی ته سزا ورکول کیږي ځکه چې د دوی اقدام  یعنی  (د اسراییلو کښتیو ته د تیریدو اجازی نه ورکول) اغیزمن دي.

دصهیونیسټ رژیم ۹۹ فیصده واردات د سمندر له لارې ترسره کیږی . د دې وارداتو څلورمه برخه له آسیا دي او آسیا ته د دوی ترټولو نږدې بندر ایلات دی. د ایلات بندر چې په سره سمندر کې پروت دی ، اوس د انصارالله له خوا تړل شوی او د دغه بندر په فعالیتونو کې ۸۵ فیصده کموالی راغلی دی. په  اسراییلو رژیم کې  د سمندری ټرانسپورټ  شرکت مجبوره  شو چې  د خپلوکښتیو لاره  افریقا ته بدله کړی چې نتیجه یې لوړ لګښتونه او  د سفر د مودې زیاتیدا ده . د نړۍ ځینو لویو ټرانسپورټي شرکتونو هم  دا کار وکړ. د سمندري بیمې حق  هم 40٪ زیات  شوی دی . د دغو ټرانسپورټي شرکتونو لګښت د صهیونیسټي مصرف کونکو له جیبونو ورکول کیږي او دا به د وارداتي شیانو د ګرانیدا او کمښت لامل شي.

دا جنګ  د اسراییلو لپاره د اقتصادي کړکیچ  په شان دی . د یوه تحقیق له مخې چې د نومبر په میاشت کې ترسره شوې، په اسراییلو کې د تجارت او سوداګرۍ دریمه برخه په نهایت کې د 20 فیصدو په  ظرفیت سره کار کوي، او په هغو کې له  نیمایي زیاتو خپله  50 فیصده  پانګه له لاسه ورکړې ده . د صهیونیسټ رژیم د کار وزیر وویل د دغه رژیم ۱۸ فیصده کاری ځواک په جنګ کښې د ګډون لپاره پوځ ته بلل شوی دی او همدغه مسله  د دغه رژیم په کاری  ځواک کښې د پراخ  درز سبب شوی دی .

داسې ویډیوګانې شته دي  چې  ښی اسراییل د خپل نرم قدرت پروګرامونه د وړیا کاری سرچینو په توګه استفاده کوي تر څو د کارګرانو کمښت جبران کړی .

ټیګلیټ برټرایټ  اسراییل ، د اسراییلویوه روزنیزه  موسسه ده چې اسراییلو ته د یهودي نسل د ځوانانو لپاره د لسو ورځو وړیا سفرونو مالی ملاتړ کوي.

تر یو میلیون زیاتو اسراییلیانو دغه نیواکې هیواد پریښودلې دې . داسراییلو د ټوریزم  صنعت تباه شوی دی. تجارتي  پانګونه له منځه لاړه ده . په ټولیز ډول د صهیونیسټ رژیم د خزانې وزارت وړاندوینه کړې ده چې د مالی کال په وروستیو دریو میاشتو کښې به د اسرائیلو ناخالص کورنی تولید پینځلس فیصده کم شی او د اسرائیلو د جنګ لګښت به ۵۸ میلیارډ ډالره وی چی  د دغه رژیم د ټول اقتصاد لس فیصده کیږی .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو له مخې، له څو لسیزو راهیسې د لوړپوړو امریکايي چارواکو اندېښنه دا وه چې د سره سمندرګي کنټرول له لاسه ورکړي. په 2015 کې، د امریکا پروګرام د انصارالله په ضد د سعودي عربستان په وسیله  له جنګ او نسل وژنې ملاتړ ، اساس برابرول  او  وسلو تدارک په لاره واچول . دغه جنګ د یمن دوه پر دریمه برخه نفوس د لوږې په درشل  کې  راوستي دي او د بشریت په تاریخ کې د وبا ترټولو بدې ناروغۍ د خپریدا لامل شو. خو بیا  هم د انصارالله په ماتولو کې پاتې راغلل. اوس د یمن هماغه خلک چې یوازې  څو کاله مخکې د امریکا په ملاتړ د نسل وژنې ښکار شوي وو، په غزه کې د امریکا په ملاتړ د نسل وژنې په وړاندې تر ټولو ویجاړونکو عملیاتو تدارک ویني . څرګنده  ده چې دا پېښه د امریکا لپاره ډېره د شرم وړ ده. ډېر وخت  ندې تېرشوی  چې امریکا نېلسن منډېلا او د هغه پلویان ترهګر ګڼل. خو بیاوروسته  دوی وو چې په جنوبي افریقا کې یې توکم پالنه له منځه یوړه. له دې نظره، د انصارالله غورځنګ د ترهه ګروبللو په زمینه کی  دا وروستۍ ډل  بندي یوازې د دې اوږدې لارې دوام دی. البته، ترهه ګري یوه  داسی اصطلاح  چی  ډیر سیاسي رنګ یی خپل کړی دی . بې له شکه، توکم پال  حکومتونه او د هغوی ملاتړي داسې رودې جاجوي  چې نور توکمپال حکومت  ، ځان  د ترهه ګرۍ  د سمبول په توګه ونه ښی . خو په فلسطین او لویدیځې اسیا کښې اصلی ترهګر هغه کسان دی چې روغتونونه، ښوونځی او ټوله سیمه بمباروی:

صهیونیسټ رژیم او دامریکا متحده ایالات.

 

ټیګونه