په رفح او خان یونس وحشي اسرائيلو بیا حملې پیل کړې
د و حشي صهیونیسټي رژيم څاروي ډوله پوځ د رفح او خان یونس پشمول دغزې تړانګې مختلفې سیمې او ددغې تړانګې جنوبی سیمې د وحشي ډوله حملو سره مخ شوي دي .
فلسطیني سما خبری آژانس راپور ورکړ، د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې د صهیونیسټي رژيم بې آ مانه حملې چې د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې پیل شوي او هماغ ه شان دوام لري، ددغه وحشي رژيم جنګي الوتکو د رفح ښار په ختیځ کې په الجنینه سیمې کې په یوه کور بمباري وکړه چې له امله ئې لږترلږه اوه فلسطنیان شهیدان شول .
ددغه راپور په اساس، صهیونیسټي رژيم جنګی الوتکو د خان یونس اورفح ترمینځ واقع سیمې هم په سخته بمباري کړې اوددغه رژيم چورلکو هم په خان یونس کې د ناصر کلینیکل مر کز شاوخوا باندې هم د توپونو سختې ډزې وکړې. دغه راز ئې دغزې تړانګې په مرکز کې په النصیرات کې د الجدید کیمپ شمال او د البریج کیم هم په توپونو سره وویشت. په دې زمینې کې د فلسطین د هلال احمر ټولنې هم اعلان وکړ، چې د خان یونس په الامل روغتون کې د صهیونیسټي پوځيانو دډزو له امله ددغې ټولنې یو زخمي شوی کارکونکی شهید شوی دی.
ددغو جنایتونو په ځواب کې د مقاومتي چورلیز مبارزانو د صهیونیسټي رژيم پوځ په غزې کې د فلسطین د مقاومتی مبارزانو سره په جنګ کې دیوه بل پوځي د هلاکت خبر ورکړ.
په غزې کې د فلسطین د روغتیاوزارت د اعلامیې په اساس، تر پرون ناوخت پورې د فلسطینیو شهیدانو شمیر۳۲زره ۱۴۲تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر هم ۷۴ زره ۴۱۲تنو ته زیات شوی چې زیاتره قربان ئې ښځې او ماشومان دي.