د الاقصی طوفان عملیاتو ته د صهیونیسټ رژیم ځواب د بې ګناه خلکو وژل وو
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل که امریکا له صهیونیسټ رژیم سره مرسته نه وی کړی نو د نیواکګر رژیم نسکوریدل به تر ننه پورې شوی وو او هغه څه چی صهیونیسټ رژیم وتوانیده ځواب ورکړی یوازې د بې ګناه خلکو ، ښځواو ماشومانو وژل ، د روغتونونو ویجاړول، او او لوږه او ده .
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل، د اقصی طوفان عملیاتو ته د صهیونیسټ رژیم ځواب یوازې د بې ګناه خلکو، ښځو، ماشومانو وژل، د روغتونونو ویجاړول او د قحطۍ او لوږې رامنځته کول وو.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقری نن د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسی دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره چې تهران ته یی سفر کړی ، کتنه او خبری اترې وکړې . هغه وويل د تير اکتوبر د مياشتې په اوومه نيټه د "طوفان" "الاقصی" په نامه بې ساري عمليات يو ستر عمليات وو چې صهيونېسټ رژيم ته يې نه جبرانېدونکې ماتې ورکړه، دې وياړلي عملياتو د جنايتکار اسرائيل د نه ماتېدلو افسانه له منځه يوړه او د فلسطين مسله یی د اسلامي نړۍ او ټولې نړۍ په لومړۍ مسلی بدله کړه ږ
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل که امریکا له صهیونیسټ رژیم سره مرسته نه وی کړی نو د نیواکګر رژیم نسکوریدل به تر ننه پورې شوی وو او هغه څه چی صهیونیسټ رژیم وتوانیده ځواب ورکړی یوازې د بې ګناه خلکو ، ښځواو ماشومانو وژل ، د روغتونونو ویجاړول، او او لوږه او ده .
جنرال باقري د ټولو فشارونو په وړاندې د فلسطین د ولس بې ساري مقاومت ته په اشارې سره زیاته کړه د فلسطین بې دفاع او مظلوم ولس د نړۍ ټولو خلکو ته د اسلام قدرت و ښوده
د حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه هم وویل چې په فلسطین کې حاشیه ای مسلې سبب شوی وی چی د فلسطین د خلکو غوښتنې له پامه وغورځولې شی ، خو د اکتوبر د اوومې عملیاتو د فلسطین د خلکو خبرې د نړۍ غوږونو ته ورسولې.
د حماس د سیاسی دفتر مشر څرګنده کړه، د فلسطین د مسئلې په اړه د ایران د وسله والو ځواکونو او خلکو ملاتړ او تعقیب د الاقصی طوفان د عملیاتو د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د جهادی ځواکونو ته دوه اړخیزه روحیه ورکوی. د اسلامی انقلاب معظم رهبر، د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو د چارواکو او قوماندانانو په پاملرنې سره، د فلسطین له ملت د ملاتړ قدرونه وکړه.