Apr 07, 2024 13:52 Asia/Kabul
  • د اوباما د حکومت دفاع وزیر: اسرائیلیان اول ډزې کوي، بیا پوښتنه کوي!

پارس ټوډی- د باراک اوباما د حکومت د وختو دفاع وزیر ویلي دي: بیخي د حیرانتیا خبره نه ده چې اسرائیلیانو د نړیوال مرکزي پخلنځي په مرسته کونکو باندې له خپلې وروستۍ وژونکې حملې وروسته په خپلې غلطۍ اعتراف کړی دی ځکه چې زما د خپلې تجربې له مخې، هغوي معمولاً اول ډزې کوي او بیا پوښتنه کوي!

د باراک اوباما د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې د امریکې دفاع وزیر او د سي، آيي، ای پخواني مشر «لئون پانه‌تا» له سي، این، این خبري چینل سره په یوې مرکې کښې وویل: باید وخت ولګوئ ترڅو ډاډه شئ کوم معلومات چې ترلاسه کوئ، د کره اهدافو په هکله دي. خو دا د اسرائیلیانو په هکله رښتیا نه دي. د خپلې تجربې په بنیاد وایم چې هغوي په عامه توګه وړومبې ډزې کوي او بیا پوښتنه کوي.

د امریکې د پخواني دفاع وزیر خبرې په غزه کښې د نړیوال مرکزي پخلنځي په مرسته کوونکو باندې له خونړۍ هوايي حملې وروسته مطرح شوې چې په کښې اووه تنه مرسته کونکي مړه شول.

 

ټیګونه