Apr 16, 2024 12:56 Asia/Kabul
  • د مالکوم ایکس یو تصویر
    د مالکوم ایکس یو تصویر

پارس ټوډی- د مالکوم ایکس په وینا، صهیونیسټان باوري دي چې خپل ماډرن استعمار یې په کامیابۍ سره پټ ساتلی دی او هغه یې «ډیر ښیګړه غواړی» او «انساندوستانه» ښودلی دی.

د ۱۹۶۴ کال د ستمبر په ۵ مه، مالکوم ایکس د غزې تړانګې ته په دوه ورځني سفر لاړ چې هغه مهال د مصر تر کنټرول لاندې وه. مالکوم په دغو دوو ورځو کښې د خان یونس د کډوالو له کیمپ او له یو ځايي روغتونه د کتنې په ترڅ کښې د غزې د سیمه ایزو خلکو او مشهورو کسانو سره ناسته پاسته درلوده.

د لمانځه په وخت د مالکوم ایکس یو تصویر

په غزه کښې د خدای روح

په دغو لیدوکتو کښې ترټولو اغیزناکه، له مشهور فلسطیني شاعر هارون هاشم رشید سره ناڅاپي او له مخکښې څخه نه ټاکل شوی ملاقات و. رشید په دغې کتنې کښې په تیره یوه لسیزه کښې د سوئز د کړکیچ د بوږنونکې تجربې او د اسرائيلو د پوځ په لاس د سلهاؤ فلسطینیانو د وژل کیدو په هکله خپل یادونه بیان کړل. ایکس د دغو خاطراتو او یادونو په اوریدو ډیر خواشینۍ شو. د هغه ورځني یادداشتونه د رشید په اولنیو شعرونو مشتمل دي.

ایکس د غزې له مذهبي مشرانو سره هم یوشمیر ملاقاتونه درلودل او له هغوي سره یوځاې به یې د جَمعې لمونځ کوه. هغه په خپلو خاطراتو کښې لیکلي چې په غزه کښې به یې روح الله ډیر حس کوه.

پټ استعمار

غزې ته د بشري حقوقو د دغه فعال سفر، د صهیونزم په هکله د هغه د ترټولو مشهور مکتوب الهام بخښونکی شو. «منطق صهیونیستی»چې د ۱۹۶۴ کال د ستمبر په ۱۷ نیټه د مصر په یوې مشهورې ورځپاڼې کښې خپور شو، د صهیونزم خلاف یې سختې نیوکې مطرح کړې او صهیونزم یې نه یوازې د فلسطین لپاره یو ګواښ، بلکې له هغه زیات وباله. ایکس په دغې مقالې کښې ولیکل:

«صهیونیسټان باوري دي چې خپل نوی استعمار یې په کامیابۍ سره پټ ساتلی دی او هغه یې «خیر غواړی او انسادوست» ښودلی دی. په خپل حکومتي سیسټم کښې خپل زیاتره قربانیان د اقتصادي مرستو یا نورو وسوسه ناکو ډالیو په عنوان سره، یوازې په ظاهره دوستانه وړاندیزونو سره کنټرولوي.

له بلې خوا د تازه خپلواکه شویو افریقايي هیوادونو اقتصاد له سترو ستونزو سره مخامخ دی، په دې وجه په دغه شان ډیرو افریقايي هیوادونو باندې د اسرائیلو ولکه او لاسوهنه حتی د اتلسمې پيړۍ د اروپايي استعمارپالو قدرتونو هم زیاته شوې ده. د صهیونیسټي استعمار نوی ډول که څه هم په شکل او طریقه کښې بدل دی خو د انګیزې او هدف له نظره یې هیڅ فرق نه دی کړی».

دلته، ایکس د اسرائيلو او د اروپايي استعمارګرانو ورته والو ته په اشارې سره، په تیرو پیړیو کښې په ټولې دریمې نړۍ کښې د هغوي له اقداماتو رامینځته شوې ویرانۍ بیانوي. د هغه له نظره، صهیونزم له اروپايي استعمار سره نزدې اړیکه لري.

مالکوم له دغه پراخ استعمار سره د مقابلې لپاره د نړۍ له خلکو او مشرانو وغوښتل چې یوموټي شي او د استعمارګرانو دروغجن وړاندیزونه رد کړي.

نتانیاهو او ټرمپ

د افریقې لپاره اندیښنه

په یوې بلې پيښې کښې د جنیوا د اسلامي مرکز عمومي منشي ایکس ته د «ژوند، ایمان او راتلونکي ته د هیلې» په هکله ۹ پوښتنې ایکس ته لیږلې وې او هغه یې هم کره او واضح ځوابونه ورکړل. د وروستۍ پوښتنې ځواب د ۱۹۶۵ کال د فرورۍ په ۲۱ نیټه لیکل شوی دی چې ویل کیږي، د ایکس په قلم وروستۍ لیکنه او د هغه د وطني لیدتوګې او د هغه ګواښ ګواه ده چې د اسرائیلو له خوا یې د ټولې نړۍ لپاره لیده.

پوښتنه: داسې ښکاري چې ستا پام او اندیښنه افریقې ته اوړیدلې ده، ولې؟ او اوس چې دې د دې براعظم ټولو سیمو ته سفر کړی دی، فکر کوې چې اسلامحقیقتاً په کوم پوزیشن کښې دی؟ ستا په اند څه کوې شو چې اسلام هم د ځینو دروغجنو مدعیانو له اقداماتو وژغورو او هم یې د صهیونزم، الحاد او مذهبي تعصباتو له دسیسه ناک اتحاد څخه؟

ځواب: زه افریقا د خپل پلار نیکه وطن ګڼم. په اول پړاؤ کښې خوښوم چې هغه د هغه بهرنیانو له سیاسي او اقتصادي لاسوهنې بیخي پاک ووینم چې ورباندې مسلط دي او ترې ناوړه استفاده کوي. افریقا د خپل سټراټیجک موقعیت له نظره له یو جدي کړکیچ سره مخامخ ده. استعمارګران به له جنګ او نښتې پرته له دې لوې وچې لاس وانخلي او په حکومت کښې د هغوي اصلي چل ول، د ولسونو ترمینځ تفرقه اچول دي. د مثال په توګه، د ختیځې افریقې په خلکو کښې یو آسیايي ضده احساس رامینځته کیږي. په هم دې توګه په لویدیځې افریقې کښې یو سخت عرب ضده احساس شته دی. چرته چې عربان له آسیاوالو سره دي، هلته د مسلمانانو خلاف د سختې دښمنۍ احساس موجود دی. دا دښمنۍ د هغو خلکو له خوا نه دي رامینځته شوې کوم چې ښکیل دي. هغوي دمګړۍ له دغو اختلافاتو او نښتو هیڅ ګټه نه ترلاسه کوي. دا پخواني استعماري اربابان (او اوسنې صهیونزم) دی چې له دې تفرقې ترټولو ډیره ګټه اخلي.

صهیونیسټان زمونږ د مورنۍ لوې وچې(افریقا) لپاره په اوسنۍ مبارزې کښې له ټولو ذي نفع ګټو مخکښې شوي دي. هغوي د ښیګړې او انساندوستۍ په جامه کښې راځي او هم دا مسئله د قربانیانو لپاره د هغوي په نیتونو او پلانونو پوهیدل ګرانوي.

له دې امله چې د عرب ټولنیز تصویر د اسلام له تصویر څخه (تقریباً) نه بیلیدونکی دی، عرب نړۍ یو ځانګړی مسئولیت لري چې باید عمل پرې وکړي.

د فلسطین د خلکو وخلاف د صهیونیسټانو د جنایتونو یو انځور

اسلام د ورورولۍ دین

اسلام د ورورولۍ او یووالي دین دی او کوم کسان چې د دې الهي دین په بیانولو کښې مخکښې کیږي، باید د اخوت او وحدت ترټولو ښه مثالونه وي. ضروري ده چې قاهره او مکه (د اسلامي چارو لوړه شورا او د مسلمانانو نړیواله اتحادیه) یو دیني «اجلاس» جوړ کړي او په اسلامي نړۍ کښې د روانو حالاتو په هکله لاډیره اندیښنه او ذمه واري څرګنده کړي.

که داسې ونه شي نو له ځوانو او دوراندیشه مسلمانانو څخه به ځیني کسان راپاڅي او د قدرت مرکزونه به د هغو له اوسنیو خاوندانو واخلي. خدای تعالی ښه په اسانه د دې کار قدرت لري.

د دې پوښتنې له لیکلو څو ساعته وروسته په ۳۹ کلن مالکوم ایکس باندې د نیویارک په آدوبون هال کښې ترهګره حمله وشوه او شهید شو.

 

 

ټیګونه