Apr 17, 2024 15:41 Asia/Kabul
  • د سږ کال سوپر باول فاینل لوبه، د دې لوبې په تاریخ کې ترټولو لیدل شوې لوبه شوه.
    د سږ کال سوپر باول فاینل لوبه، د دې لوبې په تاریخ کې ترټولو لیدل شوې لوبه شوه.

پارس ټوډې - څه موده وړاندې، د 2024 سوپر باول په نوم د امریکايي فوټبال د سیالیو په جریان کې، د اسرائیلو په سپارښتنه د دوو پړاوونو ترمنځ د 30 ثانیو سوداګریز اعلان خپور شو، چې په غزه کې نسل وژنه توجیه کوله. د دغه اعلان له خپرېدو سره سم، اسرائيلي اشغالګرو عسکرو په رفح کې د خلکو د عامې وژنې په حال کې وو، چي په ترڅ کي يې لسګونه فلسطينيان شهيدان شول.

په 123 میلیون لیدونکو سره، د سږ کال سوپر باول فاینل لوبه، د دې لوبې په تاریخ کې ترټولو لیدل شوې لوبه شوه. که څه هم د اسرائیلو د دې اعلان پر وړاندې د خلکو غبرګون کمزوری وو، خو دا پوښتنه راپورته کېږي چې د سپورت او سیاست تر منځ له جلا کېدو وروسته، چې اکثره امریکایي سیاستوال یې په اړه خبرې کوي، څه کېږي؟

 

 د چا لپاره

ځواب دا دی چې د سیاست او سپورت ترمنځ د توپیر لپاره د غوښتنو ترڅنګ، په حقیقت کې، سپورت تل د امریکا د سیاسي اجنډا د پلي کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار کړی دی. په دې مانا چې کله د متحده ایالاتو متحدین لکه اسرائیل د قضیې یوه برخه وي، د سپورت سیاسي کولو ته اړتیا ده، حتی که دا اسرائیل وي چې د امریکا د مالیه ورکوونکو په پیسو سره، په فلسطین کې د نسل وژنې په حال کې وي.

په غزې تړانګې د اسرائيلو او د امريکې په ملاتړ د اوو مياشتو په بمباريو کې، څه دپاسه ٣٣ زره فلسطينيان شهیدان، له ٨٠ زرو څخه زيات کسان ژوبل شوي او له دوه ميليونو څخه زيات کسان بې کوره شوي او کډوال دي. د دې جنایتونو پر وړاندې د ورزشي ټولنې چوپتیا، د دوی منافقت او دوه مخیتوب څرګندوي.

د اسرائيلو له جنايتونو سره سره، لوېديځ هېوادونه چمتو نه دي چې له اسرائيلو سره په هېڅ صورت کې ترټولو کوچنی چلند وکړي.

 

ورزش د اعتراض او سزا لپاره

سپورت تل د بې عدالتۍ د اعتراض لپاره د پلیټ فارم په توګه کار کړی. شاید د سپورت په تاریخ کې یو له خورا قوي عکسونو څخه چې پاتې وي، د ټامي سمیټ او جان کارلوس، د میداني لوبغاړو  اعتراض وي چې د مکسیکو په 1968 المپیک کال کې د متحده ایالاتو استازي وو. دوی د مډال ورکولو په لوړ سر کې ودرېدل او د توکمپالنې پر وړاندې یې د اعتراض په توګه په ګونډو شول او خپلې مټې پورته کړې. دواړه ورزشکاران "بوډ" شول او له لوبو څخه ایستل شول.

متحده ایالاتو هم په مکرر ډول خپلو دښمنانو ته د سزا ورکولو لپاره، له سپورت څخه کار اخیستی دی. په 1980 کې، وروسته له هغه چې شوروي اتحاد په 1979 کې پر افغانستان یرغل وکړ، متحده ایالاتو 65 هېوادونه اړ کړل چې د مسکو اوړي المپیکي سیالۍ تحریم کړي. په مقابل کې، شوروي اتحاد او د وارسا تړون نورو غړو، په لاس انجلس کې د 1984 د اوړي المپیکي سیالۍ بایکاټ کړې.

 

په ذهن او شعار کې بېلتون

دې تاریخي پېښو ته پاملرنه ښیي چې څنګه د سپورت او سیاست ترمنځ اټکل شوی جلاوالی اکثرا له منځه ځي. د اردن د باسکیټبال د ملي ټیم لوبغاړي زاره نجار په وینا: "په یوه مثالي نړۍ کې به سپورت او سیاست جلا پاتې شي او ورزشکارانو ته به اجازه ورکړل شي، چې د لوبې سره د مینې لپاره سیالي وکړي. په هرصورت، تاریخ موږ ته ښودلې چې سپورت اکثرا د سیاسي بیان او بدلون لپاره، د ځواکمن پلیټ فارم په توګه کار کوي.

 

 دوه ګونی معیار

ښایي دا دوه ګونی معیار هغه مهال نور هم څرګند شي، کله چې پر فلسطینیانو باندې د اسرائیلو برید، پر اوکراین د روسیې د برید په اړه له غبرګونونو سره پرتله کړو. په لومړي کې، سپورت او سیاست له یو بل سره تړلي وو، او د روسیې یرغل د مجازاتو وړ وګڼل شو. مسلکي ورزشي سازمانونو د لوېدیځ د هیاهو په تبعیت او په لوړ غږ سره د اوکراین ملاتړ وکړ. خو د سپورټ په نړۍ کې له فلسطینیانو سره د پیوستون هر ډول نمایش منع شو او دا بندیز اوس هم دوام لري.

د سپورټ او سیاست په اړه د لوېدیځوالو دوه ګونی معیار - د روسیې سپورت بایکاټ کول او په رسمي بیرغ سره په المپیک کې له ګډون څخه منع کول

 

اسرائیل د سپورټ پر وړاندې

د اکتوبر تر 7مې پورې، اسرائیلو په 2023 کال کې له 250 څخه ډېر فلسطینیان وژلي وو، چې د ملګرو ملتونو له لوري د وژل شویو کسانو د ثبت له پیل راهیسي ترټولو مرګونی کار دی، مګر سپورټي سازمانونو چوپتیا غوره کړه!

د اکتوبر د اوومې او د ډسمبر تر شپږمې پورې، په غزې تړانګه او لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو په بریدونو کې، شاوخوا ۸۵ فلسطیني لوبغاړي په شهادت ورسېدل. د فلسطین د فوټبال ټولنې په وینا، په دې شمېرو کې ۵۵ فوټبالران او ۳۰ د نورو سپورټي برخو لوبغاړي شامل دي. راپور زیاتوي چې اسرائیلو فلسطیني ورزشکاران په ځانګړې توګه، د فوټبال لوبغاړي، د کلب رئیسان، مدیران او داوران په نښه کړي دي.

اسرائیلي راکټونو همدارنګه، نهه سپورټي مرکزونه څلور په لوېدیځه غاړه او پنځه په غزه کې ویجاړ کړي دي. د فلسطیني ورزشکارانو په نښه کول، له کلونو راهیسې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو د تاوتریخوالي یوه برخه ده.

په داسې حال کې چې ورزشي ټولنې د صهیونسټانو د جنایتونو په اړه چوپه خوله دي، له صهیونیسټي رژیم ملاتړ به خپل وخت ته پاتې شي! د اکتوبر په اتمه، د امریکا د باسکیټبال ملي اتحادیې NBA) ) په یوه بیانیه کې له اسرائیلو سره خواخوږي څرګنده کړه او د خپلو ځمکو د بېرته نیولو لپاره د فلسطینیانو نظامي کړنې یې د تروریزم! په برچسپ  سره وغندلې.

 

زړور ژوندي دي

سره له دې چې ورزشکاران د فلسطین د ملاتړ لپاره له فشارونو او خطرونو سره مخ دي، فلسطینیان هم د سپورت په نړۍ کې ملاتړي او متحدین لري. د نتاشا کلاوډ په شان څېرې، د ښځینه باسکیټبال ستورې، چې له فلسطین سره د پیوستون لپاره په پوره هوډ سره ولاړه ده.

نتاشا کلاوډ، د ښځو د باسکیټبال ستورې

په نهایت کې دا چې په دې غولوونکې مساله کې سپورټ سیاسي نه دی، باید تل دا پرتله په پام کې ونیسو، چې د روسیې په قضیه کې، د دغه هېواد سپورټي ټیمونه له نړیوالو سیالیو منع شوي وو، خو په غزه کې د نسل وژنې په دوام سره، د اسرائیلو سپورټي ټیمونه له هېڅ ډول پایلې یا بندیز سره مخ نه دي!

او اوس چې سپورټ سیاسي دی، شاید د زړورو خلکو او د دوی خپلواکو حکومتونو ته اړتیا وي، چې د اسرائیلو د سپورټونو او ورزشکارانو پر وړاندې ټولیز بایکاټ پیل کړي.

کلیدي ټکي: سپورت په اسرائیلو کې، د روسیې د سپورټ بایکاټ، د اسرائیلو د سپورټ بایکاټ، آیا سپورټ سیاسي دی

ټیګونه